ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فيفا: حکومت په عمدي توګه د غوراوي کمېټې د ځنډولو هڅه کوي

فيفا: حکومت په عمدي توګه د غوراوي کمېټې د ځنډولو هڅه کوي

author avatar
7 Dec 2015 - 17:40
فيفا: حکومت په عمدي توګه د غوراوي کمېټې د ځنډولو هڅه کوي
author avatar
7 Dec 2015 - 17:40

کابل (پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٤): د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ، د ټاکنيزو شکايتونو کمېشنرانو د غوراوي کمېټې په کار کې له ځنډ څخه اندېښنه څرګنده کړې او وايي چې حکومت په عمدي توګه د مدني ټولنې تر منځ اختلافونو ته لمن وهي، څو د کمېټې لا پسې وځنډول شي.

 د غواروي کمېټې جوړښت چې اووه غړي لري، د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون د وړانديز شوې کڅوړې له مادو څخه شمېرل کېږي او يادې کمېټې ته دنده سپارل شوې، څو حکومت ته د ټاکنيزو کمېسيونونو د کمېشنرانو په توګه نوي کسان وړانديز کړي.

له مدني ټولنې څخه د يوې ښځې په ګډون درې کسان، د سترې محکمې د عالي شورا يو غړى، د بشر حقونو خپلواک کمېسيون يو غړى، د اساسي قانون پر پلي کولو د څار کمېسيون يو غړى او د اداري اصلاحاتو کمېسيون يو استازى؛ د غوراوي کمېټې غړي تشکيلوي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې د مدني ټولنې يو شمېر بنسټونه د خپلو ورپېژندل شويو کسانو په اړه شکايت کوي، چې دغه کار بيا د غوراوي کمېټې د ځنډ لامل شوى دى.

خو د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ "فيفا" وايي، چې د مدني ټولنې تر منځ کوم اختلاف شتون نه لري او دغو اختلافونو ته د حکومت له لوري لمن وهل کېږي.

 د فيفا اجرايي مشر يوسف رشيد، چې نن د "ټاکنيزو اصلاحاتو لپاره عدالت غوښتنه" تر نوم لاندې په يوه ناسته کې خبرې کولې، وويل چې د ټاکنيزو کمېسيونونو د کمېشنرانو د غوراوي کمېټې په کار کې ځنډ د منلو وړ نه دى او بايد ژر تر ژره خپل کار پيل کړي.

هغه زياته کړه: "مدني ټولنه د افغانستان د سياسيونو لپاره بايد يوه وسيله نه وي، څو اختلافونو ته لار رنګ ورکړي او کار داسې ځاى ته کش کړل شي چې د غوراوي په کمېټه کې د مدني ټولنې کوم غړى شتون ونه لري او يا د اصلاحاتو پروسه تر پوښتنې لاندې راولي."

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرايي مشر له حکومته غوښتنه وکړه چې د غوراوي کمېټې په رامنځته کولو کې اختلاف رامنځته نه کړي.

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې د سياسي او ټولنيزو اړيکو مشر مياګل وثيق په نننۍ ناسته کې دا ډول ويناوې رد کړې چې ګني حکومت د مدني ټولنې بنسټونو تر منځ د اختلافونو د رامنځته کولو هڅه کوي.

هغه وويل، چې مدني بنسټونه ډېر زيات دي، حکومت له يادو ټولو بنسټونو سره اړيکه نه شي نيولى، په لومړيو کې يې د مدني ټولنې دارالانشا چې له ډېرى بنسټونو استازيتوب کوي، د ښځو له حقونو څخه مدافع بنسټونو او رسنيو ته مکتوبونه ولېږل، څو د غوراوي کمېټې ته خپل درې استازي ور وپېژني، چې د چارو ادارې ته د يادو بنسټونو له لوري درې استازي ورپېژندل شول.

وثيق زياته کړه، يو شمېر نورو بنسټونو شکايت درلود چې له هغه وروسته يادو بنسټونو ته يو ځل بيا مکتوبونه واستول شول چې په خپلو منځونو کې ټاکنې وکړي او خپل استازي ور وپېژني، څو په راتلونکي کې کوم شکايت شتون ونه لري او لړۍ په روڼ ډول تر سره شي، خو مدني ټولنې تر اوسه پورې کوم استازى نه دى ورپېژندلى، چې دا کار د غوراوي کمېټې د ځنډ لامل شوى دى.

ورته مهال د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ مشر وويل، چې حکومت تر اوسه پورې په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو او د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د تر سره کولو لپاره د چمتووالي په برخو کې ناکام دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.