ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ميدان وردګو کې له بې ځايه شويو کورنيو سره مرستې وشوې

ميدان وردګو کې له بې ځايه شويو کورنيو سره مرستې وشوې

author avatar
7 Dec 2015 - 18:06
ميدان وردګو کې له بې ځايه شويو کورنيو سره مرستې وشوې
author avatar
7 Dec 2015 - 18:06

کابل (پژواک،١٦ليندۍ٩٤): په ميدان وردګو ولايت کې له دوه سوه بې ځايه شويو کورنيو سره د خوراکي توکيو مرستې وشوې او ډير ژر به په ننګرهار ولايت کې له څلور سوه نورو بې ځايه شويو کورنيو سره مرستې وشي.

د ميدان وردګو ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه د ليندۍ په١٦مه پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په ميدان ښار کې له ٢٠٠ سوه بې ځايه شويو کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.

د دې ولايت د کډوالو چارو رييس محمد شفيق د مرستو وېش پرمهال وويل چې دغه مرستې د ميدان وردګو له ولسواليو او ځينو نورو ولايتونو څخه دې ولايت ته په راغليو بې ځايه شويو کورنيو و وېشل شوې.

ده وويل چې په راتلوونکو دوه مياشتو کې به له دې کورنيو سره نورې مرستې هم وشي.

ده وويل چې نننۍ مرستې د « Solidartes intarnational » موسسې له خوا له دې بې ځايه شويو سره شوې دي.

دغه راز د يادې موسسې مسوول محمد ابراهيم وويل چې په نننۍ مرستو کې د هرې کورنۍ لپاره ۸۰ کيلوګرامه اوړه، ۷ کيلوګرامه وريجې، ۷ کيلوګرامه لوبيا،۱۰ کيلوګرامه غوړي او  مالګه شامله دي.

محمد ابراهيم وويل، چې اداره به يې په راتلونکو دوو مياشتو کې ۷۰ کورنيو ته د چرګانو فارمونه جوړاو ۱۰۰ نورو کورنيو ته به د مالدارۍ لپاره څاروي ورکړي.

دغه راز د يو بلې اعلاميې له مخې په افغانستان کې د سره صليب مشر ستاين هوبن نن د ننګرهار له والي سليم خان کندوزي سره وليدل.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.