کابل (پژواک، ١٦ لېندۍ ٩٤): ولسمشر محمداشرف غني وايي، د ميدان وردګو په سيداباد کې د ملکي وګړو د وژنې عاملين به محاکمه کړي او په خپل شخصي لګښت به د دې پېښې د قربانيانو په نوم ديني مدرسه جوړه کړي.
دغه راز ولسمشر د دې پېښې د قربانيانو او ياد ولايت له مشرانو سره په ليدنه کې ويلي چې د ملي اردو د هغه کنډک پر ځاى به بل کنډک ځاى پر ځاى کړي چې د دې پېښې لامل شوى دى.
د راپورونو له مخې، تېره جمعه د يادې ولسوالۍ په اوتړيو کلي کې د ملي اردو د هاوان ګولۍ د لګېدو له امله لس تنه چې اته يې ماشومان وو ووژل شول او شپږ نور ټپيان شول.
دغه کار د خلکو له سخت غبرګون سره مخ شو او حکومت يې د څېړنې لپاره پلاوى ټاکلى دى.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې، ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام د يادو قربانيانو د کورنیو له غړو او د دې ولايت له مشرانو سره وکتل.
سرچينه ليکي چې په دې کتنه کې د ياد ولايت مشرانو (انجینر سید رحیم ستار، حاجي بلیمین او حاجي جانان) د یادې پېښې د جزئیاتو تر څنګ د امنیتي ستونزو په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړل او په یاد ولایت کې د امنیت د تامین او اصلاحاتو تر څنګ یې د شهیدانو په نوم د یوې دیني مدرسې د جوړولو غوښتنه هم وکړه.
د ولسمشرۍ ماڼې د خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني غمجنو کورنیو ته د تسلیت ويلو تر څنګ د ناستې ګډونوالو ته ويلي: "ستاسو ټولو د زړونو درد احساسوم، ځکه دا زما خپل او زما د کورنیو درد او غم دی."
ولسمشر غني د قربانیانو د کورنیو د استازو صبر، زغم او متانت ستایلی او ویلي يې دي: "په دغسې زغم او حوصله مندۍ د دغې پېښې د جزئیاتو شریکول او بیان ټولو مسوولینو ته د عبرت درس دی."
محمداشرف غني په دې کتنه کې ويلي چې ملي دفاع وزارت به په سيداباد کې د ملي اردو د اوسني کنډک پر ځای چې د دې پېښې لامل شوی په سیمه کې بل نوى کنډک ځای پر ځای کړي.
هغه زیاته کړې چې د یادې پېښې عاملین به د عدلي څېړنو په موخه محکمې ته ولېږل شي. ده ولس ته ډاډ ورکړى چې حکومت د دغه وړ کړنو جدي تحقیق او څېړنه کوي.
د ولسمشرۍ ماڼې د خبرپاڼې له مخې، محمداشرف غني څرګنده کړې چې په خپل شخصي لګښت به د شهیدانو په نوم یوه دیني مدرسه جوړه کړي.
هغه ويلي چې په نږدې راتلونکي کې به میدان وردګو ولایت ته ولاړ شي او د شته ستونزو د حل لپاره به داسې اقدامات وکړي، چې ولس ته د قناعت وړ وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن