کابل (پژواک ١٧ ليندۍ ٩٤): د المان د دفاع وزيرې له ولسمشر غني سره په کتنه کې ويلي، ځواکونه به يې له ٢٠١٦ کال وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني، نن له غرمې مخکې د المان د دفاع له وزیرې اورزولا فون دیرلاین او ورسره پلاوي سره په ارګ کې وکتل.
سرچينه کاږي، د المان د دفاع وزیرې د هېواد نظامي ځواکونو د زیاتوالي او د همکاریو د تداوم په هکله د هېواد ولسمشر ته معلومات ورکړل.
دې وويل، ځواکونه به یې له ۲۰۱۶ کال وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.
تېره ورځ ارګ اعلان وکړ، چې جرمني په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ۹۸۰ تنو ته لوړوي.
هغې زیاته کړه، د ناټو کنفرانس کې پر دې اجماع وه، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات موضوع پای ته رسېدونکی ماموریت نه دی او د سولې ټينګښت په اوږدمهالو همکاریو پورې تړاو لري.
د نوموړې په وينا، د ناټو ټولو غړو ثابته کړه، چې غوڅ ماموریت او له افغانستان سره د مرستو ادامې ته ژمن دي.
د المان د دفاع وزیره وايي، د تېر کال په پرتله د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د زیاتې توانایي، وړتیا او موثریت شاهدان یو، چې دا د افغانستان پیاوړې نظامي او سیاسي رهبري ښیي.
هغه زياتوي، موږ د ۲۰۹ شاهین قول اردو د پیاوړتیا په برخه کې د افغانستان د ولسمشر له ارزونې سره موافق یو.
نوموړې زیاته کړه، د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو د ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې به مرسته وکړي، چې په غرنیو سیمو کې بریالي عملیات ترسره کړي او همدارنګه به د ملي اردو د ساختماني انجینري وړتیاوې هم وروزي.
د خبرپاڼې په حواله، اشرف غني د افغانستان د انکشاف په ځانګړي ډول د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په برخه کې د المان د اوږدمهاله همکاریو قدرداني وکړه او ويې ویل، د امنیتي وضعیت ښه والی په هېواد کې د اقتصادي ودې لامل کېږي.
ده وويل، تر څو راتلونکو میاشتو پورې د اقینې د اورګاډي کرښه نهایي کېږي او په کندوز او شېرخان بندر کې لومړني مطالعات هم نهایي شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن