کندهار ښار (پژواک، ١٧ ليندۍ ٩٤): په کندهار ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله پنځه تنه مړه شوي دي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د ليندۍ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار د ميوند ولسوالۍ د تورې پوستې په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې په ياده سيمه کې يو ډاټسن او ټېلر سره جنګېدلي چې له امله يې په ډاټسن موټر کې ناست پنځه تنه مړه شوي دي.
نوموړى وايي چې پوليسو په سيمه کې پلټنې پيل کړې، خو د ټېلر موټر چلوونکی له سيمې څخه په تېښته بريالى شوى دى.
د والي وياند ويل چې ډېرى ترافيکي پېښې د موټرچلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن