ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترافيکي پېښه کې پنځه تنه مړه شول

ترافيکي پېښه کې پنځه تنه مړه شول

author avatar
8 Dec 2015 - 13:01
ترافيکي پېښه کې پنځه تنه مړه شول
author avatar
8 Dec 2015 - 13:01

کندهار ښار (پژواک، ١٧ ليندۍ ٩٤): په کندهار ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله پنځه تنه مړه شوي دي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د ليندۍ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار د ميوند ولسوالۍ د تورې پوستې په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې په ياده سيمه کې يو ډاټسن او ټېلر سره جنګېدلي چې له امله يې په  ډاټسن موټر کې ناست پنځه تنه مړه شوي دي.

نوموړى وايي چې پوليسو په سيمه کې پلټنې پيل کړې، خو د ټېلر موټر چلوونکی له سيمې څخه په تېښته بريالى شوى دى.

د والي وياند ويل چې ډېرى ترافيکي پېښې د موټرچلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.