کابل (پژواک، ١٧ ليندۍ ٩٤): د پژواک خبري اژانس له خوا د کارپوهانو په جوړو شوو څلورو ناستو کې ډېرى ګډونوال د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون د وړانديزونو زياته برخه عملي بولي، خو د ټاکنيز نظام له بدلون سره مخالف دي.
دوى ټينګار کوي چې د ملي ګوندونو د نشتوالي په سبب، بايد د ولسي جرګې د څوکيو يو ثلث ګوندونو ته ځانګړى نه شي.
د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون د هېواد په مرکز او ولايتونو کې د بېلابېلو اقشارو نه د يوې مياشتې په اوږدو کې له رايې اخيستو وروسته خپله لومړۍ بسته په لسو مادو کې حکومت ته وسپارله.
ولسمشر له دې ډلې اووه موارد ومنل او د دريو نورو په اړه يې د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون ته دنده وسپارله چې لا زياته څېړنه پرې وکړي. دا درې مادې د ټاکنيز نظام له بدلون، روڼتيا کمېټې او د ټاکنيزو حوزو له کوچني کولو څخه عبارت دي.
موازي (مختلط) ټاکنيز نظام ته د اوسني ټاکنيز نظام (نه لېږدېدونکې واحده رايه) اړول د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون له وړانديزو شوو مواردو دي چې له مخې يې په ټاکنو کې د سياسي ګوندونو رول پياوړى کېږي، د ولسي جرګې د څوکيو يو ثلث سياسي ګوندونو ته ځانګړى او ټول هېواد يوه ټاکنيزه حوزه کېږي.
پژواک خبري اژانس د مدني ټولنې، ټاکنيزو کارپوهانو، قومي مخورو، حقوق پوهانو، په ملي شورا کې د خلکو استازو، د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون د غړو او ټولنيزو رسنيو د چارواکو په ګډون چې ٧٥ کسه کېږي، څلور ناستې جوړې کړې او په ترڅ کې يې د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون وړانديزونه وڅېړل شول.
په ټوله کې ګډونوالو په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو پر راوستو ټينګار وکړ خو ويل يې چې په ټاکنيز نظام کې اصلاحات بايد راوستل شي چې له يوې خوا د ټاکنې پر پروسې د خلکو باور را ژوندى شي او له بلې خوا د پلي کېد وړ وي او له اساسي قانون سره په تضاد کې رانه شي .
د دې ناستو ډېرى ګډونوالو ويل چې د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون ډېر وړانديزونه لکه په ولايتي او د ولسواليو په شوراګانو کې د ښځو د څوکيو د ونډې ٢٥ سلنې تسجيل، د رايې ورکولو د مرکزونو پر ټاکنه له سره کتنه، د ټاکنيزو کمېسيونونو د کمېنشرانو د غوراوي کمېټې په ترکيب کې ځيني بدلونونه، د ټاکنيزو کمېسيونونو د کمېشنرانو کمول او د ټاکنو په مرکز او محلاتو کې د لنډمهاله کارکوونکو په توګه د ښوونځيو د ښوونکو او لوړو زده کړو دولتي موسساتو د کارکوونکو ګومارل هغه موارد دي چې عملي کېدلى شي.
خو وايي چې د ټاکنيز نظام بدلون او ځيني نور موارد زيات کار او وخت ته اړتيا لري او دا وړانديزونه په اوسنيو شرايطو کې د عملي کېدو وړ نه دي او بايد په اړه يې له سره کتنه وشي.
د چارو کارپوهانو ويل چې په اوس وخت کې د هېواد اوسني سياسي ګوندونه ملي نه دي او تر هغو چې دا ستونزې حل نه شي، د ولسي جرګې يو ثلث څوکۍ بايد ورته ځانګړې نه شي.
د ١٣٩٣ لمريز کال په ټاکنو کې د ټاکنيزو کمېسيونونو کړنې، د ټاکنيزو اصلاحاتو د ځانګړي کمېسيون رامنځته کول او جوړښت، د رايه ورکوونکو د لېست ترتيب، د روڼتيا کمېټې جوړول او د ټاکنيزو حوزو کوچني کول له هغو مواردو دي چې په يادو ناستو کې پرې څېړنه شوې او د کارپوهانو له خوا ځانګړې وړانديزونه شوي دي.
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن