ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“خانشين ولسوالۍ سقوط کړى”

“خانشين ولسوالۍ سقوط کړى”

author avatar
9 Dec 2015 - 19:22
“خانشين ولسوالۍ سقوط کړى”
author avatar
9 Dec 2015 - 19:22

لښکرګاه(پژواک ١٨ ليندۍ ٩٤): د هلمند د ولايتي شورا مشر وايي، د دې ولايت د خانشين ولسوالۍ مرکز د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلى دى.

د ولايتي شورا رييس کريم اتل، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته له سختې جګړې وروسته په شاوخوا ٣ بجو د خانشين ولسوالۍ مرکز دولتي ځواکونو خوشې کړى دى.

ده زياته کړه، د ولسوالۍ د مرکز اړوند امنيتي ځواکونه له ولسوالۍ درې کيلومتره لرې د ملي اردو يوې قرارګاه ته تللي دي.

د هغه په وينا، د ولسوالۍ په ودانۍ کې اور بل شوى او داسې ښکاري، چې طالبانو به دا تعمير سوځولى وي.

اتل وايي، په نننۍ جګړه کې ١٤ ملي او سرحدي پوليس وژل شوي او د ولسوالۍ د امنيه قومندان رووف خان په ګډون ١١ نور ټپيان دي.

د ولايتي شورا مشر وايي، که خانشين ته تر سبا پورې مرستندوى ځواکونه ونه رسېږي، نو د ولسوالۍ پاتې برخې هم ښايي د طالبانو لاس ته ورشي.

د هلمند ولايت يوې امنيتي سرچينې بيا پژواک ته وويل، چې له درې ٣ ورځو راهيسې پر دې ولسوالۍ جګړه روانه وه او په دې برخه کې دوى ته کومه مرسته نه ده ور رسېدلې.

هغه زياته کړه، دا چې خانشين يوه سرحدي ولسوالۍ ده، نو طالبانو ژر ژر خپل اکمالات کولى شول او له همدې امله د ولسوالۍ مرکز سقوط کړى دى.

د ده په خبره، د خاشين امنيه قومندان په نننۍ جګړه کې ډېر سخت ټپي شوى دى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي بيا ادعا کوي، چې خاشين ولسوالۍ يې په بشپړ ډول نيولې ده.

له بلې خوا د خاشين د ګاونډۍ ولسوالۍ ګرمسېر ځينې اوسېدونکي وايي، د يادې ولسوالۍ له سقوط وروسته د ګرمسېر په بينادر سيمه کې هم پر امنيتي پوستونو ډزې شوې دي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.