کابل (پژواک، ١٨ ليندۍ ٩٤): ولسمشر اشرف غني د اسيا زړه په کنفرانس کې د ګډون په موخه نن سهار له خپل پلاوي سره اسلام اباد ته ورسېد.
د پاکستان لومړي وزير نواز شريف، د کابينې وزيران، د پاکستان د پوځ مشر او يو شمېر نورو جنرالانو ولسمشر ته د اسلام اباد د نورخان په پوځي هوايي ډګر کې تود هرکلى وکړ.
ولسمشر غني ته له الوتکې د کښته کېدو پر مهال د پاکستان د پوځ له خوا د ٢١ توپونو سلامي ووهل وشوه .
د پاکستان لومړي وزير نواز شريف او د کابينې وزيرانو له ولسمشر سره ستړي مشي وکړه او د ياد هېواد د پوځ د مشر او نورو جنرالانو ورته سلامي ووهله.
په کابل کې له ولسمشرۍ ماڼۍ د ليندۍ په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني نن سهار د يو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ ”د اسيا زړه - استانبول پروسه“ کنفرانس کې د ګډون لپاره په يو ورځني رسمي سفر پلازمېنې اسلام اباد ته ولاړ.
سرچينې زياته کړې، ولسمشر غني به ”د اسيا زړه - استانبول پروسه“ په کنفرانس کې پر ګډون او وينا سربېره په ياد کنفرانس کې د ګډون کوونکو يو شمېر هېوادونو د بهرنيو چارو له وزيرانو او استازو سره هم جلا جلا کتنې ولري.
ولسمشر به د سفر په جريان کې د افغانستان، پاکستان او امريکا په دری اړخيزه او د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا په څلور اړخيزه ناستو کې هم ګډون وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې له ولسمشر سره په دغه سفر کې د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، د ملي امنيت شورا سلاکار محمدحنيف اتمر، د ماليې وزير اکليل حکيمي، د ولسمشر اقتصادي سلاکار حضرت عمر زاخېلوال او د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزی هم ملتيا کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن