ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر خانشين د طالبانو د بريد مخه ونيول شوه

پر خانشين د طالبانو د بريد مخه ونيول شوه

author avatar
9 Dec 2015 - 15:12
پر خانشين د طالبانو د بريد مخه ونيول شوه
author avatar
9 Dec 2015 - 15:12

لښکرګاه (پژواک، ۱۸ ليندۍ ۹۴): د هلمند امنيه قوماندان وايي چې د وسله والو طالبانو د هغو ډله ييزو بريدونو مخه يې نيولې چې غوښتل يې خانشين ولسوالۍ ونيسي.

امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ د ليندۍ په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د طالبانو شمېر د ۱۵۰ او ۲۰۰ تر منځ او په درنو او سپکو وسلو سمبال وو.

د هغه په وينا، د افغانستان ملي ځواکونه د هغوى له پلانه خبر شول او مخکې له دې چې بريد وکړي، مخه يې ونيول شوه.

سرجنګ وايي چې د وسله والو طالبانو بريد پر شا تمبول شوى او زياته مرګ ژوبله يې هم ور اړولې ده.

امنيه قوماندان په دې جګړه کې امنيتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه کړل، خو يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې په دې جګړه کې ۱۷ پوليس وژل شوي او وسلې يې هم مخالفينو وړې دي.

د هلمند امنيه قوماندان وايي چې د خانشين ولسوالۍ د لا ښه امنيت په موخه د ملي اردو او ملي پوليسو نوي ځواکونه هم سيمې ته تللي دي، هوايي ځواک يې هم ملتيا کوي او طالبان به په دې ونه توانېږي چې ولسوالۍ ته سقوط ورکړي.

سرجنګ وويل چې په دې ولسوالۍ کې د شته نيمګړتياوو مخه يې نيولې چې له امله يې د وسله والو د بريد او پرمختګ لامل شول، خو نوموړي دا په ډاګه نه کړه چې دغه نيمګړتياوې څه وې؟

امنيه قوماندان دغه راز وويل چې په مارجې ولسوالۍ کې هم عمليات دوام لري، په ځينو سيمو کې يې پرمختګ کړی، خو په لويه لاره کې  خښ شوو ماينونو يې د نور پرمختګ مخه نيولې ده.

هغه زياتوي چې په خپل نوبت سره به د مارجې او خانشين د ستونزو تر حل وروسته د لښکرګاه اړوند باباجي او د نادعلي د چاه انجير سيمو د بېرته نيولو او دوامداره امنيت د ټينګښت په موخه عمليات ترسره کړي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک هم وايي چې وسله والو طالبانو له څو ورځو راهيسې په خانشين ولسوالۍ کې بريدونه کول، خو تېره شپه يې د لوى بريد پلان درلود.

نوموړى وايي چې هلته نوي امنيتي ځواکونه رسېدلي دي او ډېر ژر به ستونزې هوارې کړي.

ځواک وويل چې د تېرې شپې په بريدونو کې لسو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې او وايي چې د دولت مخالفينو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره يې ونه ښودل.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.