ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل او ولايتونو کې زرګونو کسانو له فساد سره د مبارزې ژمنه وکړه

author avatar
9 Dec 2015 - 17:15
author avatar
9 Dec 2015 - 17:15

کابل (پژواک، ١٨ ليندۍ ٩٤): د هېواد په کچه له دريو زرو زياتو کسانو له فساد سره د مبارزې نړيوالې ورځې په مناسبت د بېنرونو په لاسليکولو سره له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د ژمنې کولو اعلان وکړ.

د افغانستان د روڼتيا د څار ټولنې، له فساد سره د مبارزې له نړيوالې ورځې څخه د نمانځنې لپاره په کابل او د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې يو کمپاين پيل کړى چې په هغه کې يو شمېر هېوادوالو پر هغو بنرونو باندې چې د يادې ادارې له لوري راځوړند شوي وو؛ له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې ژمنه وکړه او له حکومت يې وغوښتل چې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې پرېکنده مبارزه وکړي.

پر روڼتيا د څار ټولنې د څېړنې برخې مسوول عزت الله اديب پژواک خبري اژانس ته وويل: "نن موږ له فساد سره د مبارزې د نړيوالې ورځې په مناسبت د "زه روڼتيا، حساب ورکونې او امانتوالي ته ژمن يم" تر عنوان لاندې يو کمپاين پيل کړ، څو هېوادوال مو له فساد سره د مبارزې په برخه کې وهڅوو."

هغه زياته کړه چې دغه يو ورځنى کمپاين پر کابل سربېره په هرات، بلخ، ننګرهار، کاپيسا، پروان، کندوز او باميانو ولايتونو کې هم پيل شوى چې په هغه کې داسې يو بنر ترتيب شوى چې په وروستۍ برخه کې يې هېوادوال له فساد سره د مبارزې په برخه کې خپله ژمنه ليکي او له هغه وروسته يې لاسليک کوي.

هغه وويل، په دغه کمپاين کې چې په څو ولايتونو کې پيل شوى و، له دری زره پکې زياتو هېوادوالو له فساد سره د مبارزې په برخه کې خپلې ژمنې څرګندې کړې.

پر روڼتيا د څار ټولنې د اړيکو مسوولې رويا موسوي له خلکو وغوښتل، څو هر سند او شواهد چې فساد په کې شوى وي، د يادې ادارې په واک کې ورکړي.

هغې زياته کړه: "له فساد سره د مبارزې ورځ مو ځکه ونمانځله، څو خلک پوه شي چې له اداري فساد سره د مبارزې ورځ شتون لري او په دغه ورځ کې بايد ټول له اداري فساد سره د پرېکنده مبارزې لپاره سره يو شي."

د کابل يوه اوسېدنکي عبدالله تاج پژواک ته وويل: "نن ما په بنر کې وليکل او ژمنه مې وکړه چې له دې وروسته به هيڅکله هم د فساد لپاره معامله ونه کړم."

هغه زياته کړه چې د فساد د ريښې له منځه وړلو لپاره په مشرتابه کې کومه پياوړې اراده شتون نه لري  او اوس دا په خلکو پورې تړلې، څو پر مشرتابه فشار وارد کړي، څو د  فساد ريښې له منځه يوسي.

په ٢٠٠٣ لمريز کال کې، د ډسمبر مياشتې نهمه له اداري فساد سره د مبارزې نړيواله ورځ نومول شوې او په دغه ورځ د نړۍ له هېوادونو غوښتل کېږي، څو په دغه ډګر کې هلې ځلې وکړي.

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.