کابل (پژواک، ١٩ ليندۍ ٩٤): حکومت د ملي امنيت د رييس رحمت الله نبيل هغه څرګندونې څېړي چې پاکستان ته د ولسمشر د سفر په اړه يې کړې دي.
نبيل پرون په خپله فيسبوک پاڼه کې اسلام اباد ته د ولسمشر غني او هلته د تود هرکلي په اړه د (متأسفم ) تر سرليک لاندې يوه ليکنه کړې ده.
هغه ويلي، په داسې حال کې چې پاکستان ولسمشر ته د ٢١ توپونو په بدرګه سلامي وهله، په کندهار، هلمند او نورو ولايتونو کې د وسله والو طالبانو له خوا چې د پاکستان ملاتړ ورسره دى، بې ګناه هېوادوال وژل کېدل.
هغه پر دې هم نيوکه کړې چې د پاکستان په غوښتنه افغان امنيتي ځواکونو د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله پر ضد عمليات ترسره کړي، څو پاکستان خوشحاله کړي.
نبيل د خپلې ليکنې په پاى کې ليکلي: ((دا زما ٥٠٠٠ كلن تاريخ څه شو؟ چې د ٦٠ كلن تاريخ په مقابل كې په ګونډو شو!))
د افغانستان د ملي يووالي حکومت يوې باوري سرچينې د ليندۍ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د حکومت مشرتابه د نبيل د څرګندونو په اړه بېړنۍ غونډه وکړه او د هغه د څرګندونو د څېړنو پړېکړه يې کړې ده.
سرچينې ويلي: ((د نبيل صېب خبرې واقعاً د تعجب وړ دي. اصلاً تصور يې نه شي کېدای چې دا خبرې دې نبيل کړې وي، د هېڅ امنيتي ارګان مشر پر خپل مشر دومره بې باکانه او جسورانه نيوکې نه شي کولی. ))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن