ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي امنيت د رييس استعفا ومنل شوه

د ملي امنيت د رييس استعفا ومنل شوه

author avatar
10 Dec 2015 - 16:21
د ملي امنيت د رييس استعفا ومنل شوه
author avatar
10 Dec 2015 - 16:21

کابل (پژواک، ١٩ ليندۍ ٩٤): ولسمشر اشرف غني د ملي امنيت د رييس رحمت الله نبيل  استعفا منلې او د دې رياست د سرپرست په توګه به سبا يو تن معرفي شي.

نبيل پرون په خپله فيسبوک پاڼه کې اسلام اباد ته د ولسمشر غني او هلته د تود هرکلي په اړه د (متأسفم) تر سرليک لاندې يوه ليکنه کړې ده.

هغه ويلي، په داسې حال کې چې پاکستان، ولسمشر ته د ٢١ توپونو په بدرګه سلامي وهله، په کندهار، هلمند او نورو ولايتونو کې د وسله والو طالبانو له خوا، چې د پاکستان ملاتړ ورسره دى، بې ګناه هېوادوال وژل کېدل.

هغه پر دې هم نيوکه کړې، چې د پاکستان په غوښتنه افغان امنيتي ځواکونو د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله پر ضد عمليات ترسره کړي، څو پاکستان خوشحاله کړي.

نبيل د خپلې ليکنې په پاى کې ليکلي: ((دا زما ٥٠٠٠ كلن تاريخ څه شو؟ چې د ٦٠ كلن تاريخ په مقابل كې په ګونډو شو!))

د ولسمشرۍ ماڼۍ يوې سرچينې د ليندۍ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې رحمت الله نبيل نن سهار خپله استعفا رالېږلې وه.

سرچينې زياته کړه، د نبيل د استعفا او څرګندونو په اړه نن تر غرمې مخکې يوه بېړنۍ غونډه وشوه چې په کې ولسمشر غني، اجرايه رييس ډاکټر عبدالله او يو شمېر نورو لوړپوړو دولتي چارواکو برخه اخيستې وه.

سرچينې زياته کړه چې حکومت د رحمت الله نبيل استعفا ومنله.

په هغې خبرپاڼه کې چې له ارګ څخه پژواک اژانس ته رالېږل شوې، هم راغلي چې ولسمشر غني د ملي امنيت د عمومي رييس انجنير رحمت الله نبيل استعفا منلې ده.

په خبرپاڼه کې زياته شوې: "نبيل نن خپل استعفاليک د منظورۍ په موخه ولسمشر ته وړاندې کړ؛ سره له دې چې ولسمشر په جنګي شرايطو کې د دې امنيتي بنسټ په مشرتابه کې د بدلون راوستلو پلوى نه و، خو د نبيل غوښتنې ته يې احترام وکړ او هغه يې منظور کړ."

د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر غني نن ماښام د حکومت د مشرتابه فوق العاده غونډه په ارګ کې جوړوي، ترڅو د ملي امنيت له دننه څخه يو تن د دې رياست د سرپرست په توګه وګوماري.

تر دې مخکې د افغانستان د ملي يووالي حکومت يوې باوري سرچينې پژواک اژانس ته ويلي چې د حکومت مشرتابه د نبيل د څرګندونو په اړه بېړنۍ غونډه وکړه او د هغه د څرګندونو د څېړنو پړېکړه يې کړې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.