کندهار ( پژواک، ٢١ ليندۍ ٩٤ ) : د کندهار- سپين بولدک پر لويه لاره په ترافيکي پېښه کې يو ماشوم مړ او ٧ تنه نور ټپيان شوي دي.
پېښه نن تر غرمې مخکې پر يادې شوې لارې ارغستان پول ته څېرمه شوې ده.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني د ليندۍ په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه ترافيکي پېښه د دوه فيلډر موټرو او يو کرولا موټر د ټکر له امله شوې ده.
هغه زياته کړه، په دې پېښه کې يو ماشوم ژوند له لاسه ورکړى او ٧ تنه نور ټپيان شوي چې د پوليسو له خوا روغتون ته رسول شوي دي.
دى وايي، د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت ښه نه دى.
نوموړي دا هم وويل چې پېښه د بې احتياطۍ له امله شوې، خو ترافيک پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.
د يوه بل خبر له مخې، تېره شپه ٢:٣٠ بجې د ميوند ولسوالۍ په بيبانک سيمه کې د پوليسو پر امنيتي پوسته بريد شوى چې په پايله کې يې دوه وسله وال وژل شوي او يو پوليس ټپي شوى دى.
د امنيې قوماندانۍ وياند وايي، يوې ډلې وسله والو د شپې له تيارې په ګټې اخيستو پر امنيتي پوسته بريد وکړ چې د پوليسو له کلک مقاومت سره مخ شول.
دى وايي، د جګړې په پايله کې د وسله والو بريد په شا تمبول شوى ، دوه وسله وال وژل شوي او دغه راز يو پوليس هم ټپي شوى دى.
د نوموړي په وينا، وسله والو د خپلو وژل شوو کسانو جسدونه د جګړې په ډګر کې پرې ايښي دي.
د دې پېښې په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن