ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال حميد: قاچاقبران د شمال جګړې د جاري ساتلو هڅه کوي

جنرال حميد: قاچاقبران د شمال جګړې د جاري ساتلو هڅه کوي

author avatar
12 Dec 2015 - 17:30
جنرال حميد: قاچاقبران د شمال جګړې د جاري ساتلو هڅه کوي
author avatar
12 Dec 2015 - 17:30

مزارشريف (پژواک، ۲۱ ليندۍ ۹۴) : د شمال زون د شاهين قول اردو قوماندان وايي چې په دغه زون کې قاچاقبران هڅه کوي، چې جګړه روانه وساتل شي.

د شمال زون د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان ډګر جنرال عبدالحميد حميد د ليندۍ په ۲۱مه، په يوه خبري ناسته کې د پژواک خبري اژانس د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې په شمال زون کې قاچاقبران د وسله وال دښمن ملاتړ کوي.

نوموړي همداراز د شمال زون په جګړه کې د قاچاقبرانو ښکېلتيا د وسله وال دښمن د ملاتړ له ټولو ستر لوجستيکي اړخ وګاڼه.

د هغه په وينا، داسې اسناد يې تر لاسه کړي چې په شمال زون کې د قاچاقبرانو ۳۰ سلنه عوايد بېرته پر وسله وال دښمن باندې د جګړې د جاري ساتلو لپاره لګول کېږي.

د شاهين قول اردو قوماندان وويل، قاجاقبر هڅه کوي چې د جګړې د جاري ساتلو له لارې د خپل  ناقانونه کاروبار موده اوږده کړي، چې په تېر يوکال کې يې دوی د مخنيوي په برخه کې د پام  وړ هڅې کړې دي.

نوموړي زياته کړه، چې په روان کال کې دښمن د هېواد د شمال په اړه ډېرې ناوړه موخې لرلې؛ خو د افغان ځواکونو د پرله پسې هڅو له امله دښمن ورته ونه شوای رسېدی.

د هغه په وينا، وسله وال دښمن هڅه کوله چې د شمال زون ځينې ولايتونه تر خپلې ولکې لاندې راولي، د شمال لويې لارې بندې کړي او د سوداګريز کاروبار پر وړاندې خنډونه پيدا کړي.

د شاهين قول اردو قوماندان وويل چې په روان کال کې د دښمن پر وړاندې ۷۳ چاڼيز عمليات تر سره شوي، چې په کې ۲۸۶۹ وسله وال مخالفين وژل شوي، ۱۶۰۸ وسله وال ټپيان او ۱۴۸ وسله وال مخالفين ژوندي نيول شوي دي.

خو نوموړي زياته کړه چې لا هم د شمال زون په ځينو ولايتونو کې لوړ امنيتي ګواښونه شته دي.

د هغه په وينا، د بدخشان په څلورو، د تخار په درېيو، د کندوز په پنځو، د سرپل په درېيو، د سمنګان په دوو، د جوزجان په درېيو او د فارياب ولايت په څلورو ولسواليو کې لا هم لوړ امنيتي ګواښونه شته .

هغه زياته کړه، چې د پورته ولايتونو د سمې تصفيې په تړاو دم ګړۍ په شمال زون کې د دښمن پر وړاندې څلور چاڼيز عمليات روان دي.

ډګر جنرال حميد وويل، چې په فارياب کې د شمشېر۱۵ په نامه ، په کندوز کې توفان۱۰، په تخار کې د توفان۱۱ او په بغلان کې د خورشېد۹ په نامه چاڼيز عمليات روان دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.