کابل(پژواک، ٢١ ليندۍ ٩٤): سلګونو کسانو د دفاع وزارت له خوا د خپلو ځمکو د غصب په اعتراض کې لاريون وکړ، د کابل- څرخي پله پر سړک يې خېمې وهلې او د ترافيکو پر مخ يې لاره تړلې ده.
دا لاريون نن سهار ٩:٠٠ بجې د هوت خېلو په ساحه کې پيل شو او سړک يې تر اوسه( ماسپېښين٢:٠٠) بند کړى.
لاريون کوونکو ادعا کوله چې ملي دفاع وزارت د دوى دوه زره جريبه ځمکه غصب کړې او شاوخوا يې جالۍ ور څخه تاو کړې ده.
د هوت خېلو د ټولنيزې شورا مشر جاوېد دلاور پژواک خبري اژانس ته وويل:((دا ځمکې له يو قرن څخه زيات وخت کيږي چې په موږ پورې اړه لري، موږ يې د ملکيت اسناد لرو او ماليه مو ورکړې ده.))
هغه زياته کړه، د خپلې ستونزې لپاره يې څو ځله دفاع وزارت، ملي شورا او ځينو نورو ارګانونو ته مراجعه کړې، خو نه ده حل شوې.
لاريون کوونکو پر عمومي سړک خېمه وهلې او د سړک دواړو خواوو ته يې موټر درولي دي.
د ګلجان په نامه يوه بل کس وويل چې اته جريبه ځمکه يې غصب شوې او که چېرته يې ستونزه حل نه شي، د کابل ښار خواته به لاريون وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې امنيتي ځواکونه له خپلو رېنجر موټرو سره د لاريون په سيمه کې ځاى پرځاى شوي، څو ښار ته د هغوى د احتمالي راتګ مخنيوى وکړي.
خو د ملي دفاع وزارت وايي که چېرته اسناد موجود وي، نو مالکانو ته به يې بديل ورکړل شي.
د ملي دفاع وزارت وياند دولت وزيري پژواک ته وويل چې دوى که چېرته کوم اسناد ولري، د ملي دفاع وزارت ساختماني رياست ته دې مراجعه وکړي، که ځمکه يې ملي دفاع وزارت د اړتيا له مخې نيولې وي، نو د ځمکو معادل يا کرايه به ورکړل شي.
وزيري زياته کړه:((که چېرته ساحه د دفاع وزارت اړونده وي، نو هغوى ته به قناعت ورکړو.))
خو جاوېد دلاور نن له غرمې وروسته ٢:٠٠ بجې وويل:((تر اوس له حکومت نه يو کس هم نه دى راغلى چې زموږ غږ واوري، موږ اړ شوو چې ټيلرې د سړک په سر ودروو.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن