ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه: د نبيل د استعفا لامل بايد روښانه شي

ولسي جرګه: د نبيل د استعفا لامل بايد روښانه شي

author avatar
12 Dec 2015 - 18:30
ولسي جرګه: د نبيل د استعفا لامل بايد روښانه شي
author avatar
12 Dec 2015 - 18:30

کابل (پژواک ٢١ ليندۍ ٩٤): ولسي جرګې د افغانستان په اړه د پاکستان پر رښتينولۍ د باور د نشتون د څرګندونې ترڅنګ پرېکړه کړې چې د ملي امنيت پخوانى رييس رحمت الله نبيل دې د خپلې استعفا د څرنګوالي په اړه يادې جرګې ته معلومات وړاندې کړي.

 رحمت الله نبيل، د خپلې استعفالامل پر خپل ځان بې حده فشارونه بللي ، د هغه استعفا د ولسمشر له لوري ومنل شوه او پر ځاى يې مسعود اندرابي د يادې ادارې د سرپرست په توګه ټاکل شوى دى.

 د جوزجان استازي عبدالستار درزابي د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې، د هېواد امنيتي ارګانونو لپاره د نبيل استعفا يوه لويه ضايعه وبلله.

 هغه وويل: "اى کاش له موږ سره يې مشوره کړې واى، بايد د هغو کسانو څېرې چې پر هغه يې فشار وارداوه، په ډاګه شي."

 نوموړي د افغان ملي يووالي حکومت له مشرانو وغوښتل چې سره يو ځاى شي او د يوې ملي او سيمه ييزې اجماع لپاره زمينه برابره کړي، څو په هېواد کې سوله ټينګه شي.

  په ياده جرګه کې د دايکنډي ولايت استازي نصرالله صادقي زاده نيلي وويل: "موږ نبيل ته رايه ورکړه، د قانون پر بنسټ واک لرو، څو د هغې رايې چې هغه ته مو ورکړې؛ پوښتنه وکړو، بايد موږ ته معلومه شي چې دا بهرني فشارونه و او که د ولسمشر له لوري، که چېرې فشار وي نو ناورين دى."

 هغه د هېواد له امنيتي ځواکونو وغوښتل، چې د دښمن هر ډول بريد ته چمتو واوسي، ځکه چې هر کله هم د سولې اواز پورته کېږي؛ نا امنۍ زور اخلي.

 د افغانستان، پاکستان، امريکا او چين تر منځ په اسلام اباد کې د اسيا زړه هېوادونو د څلور اړخيزې ناستې په څنډه کې پرېکړه وشوه، چې د افغان دولت او وسلوالو طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې پيل شي.

 دغه راز افغانستان او پاکستان ژمنه کړې، څو هغه ډلې چې سولې ته نه حاضريږي، وځپي. امريکا او چين هم د دوى له دغه ګام اخيستو ملاتړ کړى دى.

 د يادې جرګې بل غړي عبيدالله بارکزي، د تېرې چهارشنبې په ورځ د کندهار پر هوايي ډګر بريد، د کابل په شېرپور سيمه کې پرونى ځانمرګى بريد او د نبيل استعفا د پاکستان درې ډالۍ وبللې او ويې ويل: "پاکستان له خپلو ژمنو سره افغانانو ته درې ډالۍ ورکړې."

هغه زياته کړه: "موږ د نظام خلاف نه يو، خو نظام بايد ډېر پام وکړي، څو وخت له لاسه ورنه کړو او دښمن له دغه فرصته ګټه پورته نه کړي."

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر د پاکستان په غوښته د نبيل د استعفا په اړه ټول تورونه رد کړي او ويلي يې دي، که هر څوک دا فکر کوي چې ولسمشر او يا د امنيت شورا د نورو په غوښتنه چارواکي له دندو ګوښه کوي؛ نو سل کاله جګړې ته دې چمتو واوسي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.