ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیا ۶۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري

د پکتیا ۶۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري

author avatar
13 Dec 2015 - 12:23
د پکتیا ۶۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري
author avatar
13 Dec 2015 - 12:23

ګردېز (پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٤): د پکتيا ځيني اوسېدونکي او د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د دغه ولايت ٦٠ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري.

هغوی زیاتوي چې د څو کلونو په تېرېدو اوس هم په دغه ولايت کې ډېری ښوونځي ودانۍ نه لري او د مسلکي استادانو تشه يې هم نه ده ډکه شوې.

په ټوليزه توګه د پکتيا په مرکز او ولسواليو کې ٣٨٨ ښوونځي شتون لري چې له دې ډلې ٢٨ غير فعال او ٢٣٢ يې ودانۍ نه لري.

د جاني خېلو ولسوالۍ قومي مشر پاچا ګل منګل د لېندۍ په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې يو شمېر ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې په ازاده فضا کې زده کړې کوي.

هغه زياته کړه: ((دغه شاګردان له ډطرو ستونزو سره مخ دي کله په خاورو او بادونو کې درس وايي او کله هم بيا تيز لمر ته ناست وي.))

منګل وايي چې په تېرو څو کلونو کې د پکتيا د پوهنې برخې لپاره کار شوی خو په دې ولسوالۍ کې اوس هم ګڼې ستونزې موجودې دي.

د دغه ولايت د شواک ولسوالۍ اوسېدونکى روزالدين هم پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې يو شمېر ښوونځي ودانۍ نه لري او د مسلکي ښوونکو تشه هم په کې ليدل کېږي.

هغه وايي: ((ډېر کلونه شوي چې دغه ښوونځي جوړ شوي دي خو تر اوسه پورې ورته دولت د ودانيو د جوړولو په برخه کې کومه پاملرنه نه ده کړي.))

هغه دا هم وويل: ((د ځدراڼو قوم،  په دريو ولسواليو شواک، ګرده څېړۍ او وزي ځدراڼ کې په تېرو ١٣ کلونو کې د دولسم ټولګي نه څوک نه دي فارغ شوي او د ابتدايه ښوونځيو کيفيت يې هم ښه نه دى.))

د روزالدين په وينا، د ځدراڼ قوم يادې ولسوالۍ د پوهنې له بهير څخه شا ته پاتې دي بايد اړينه پاملرنه ورته وشي.

ده د پکتيا د پوهنې له چارواکو غوښتنه وکړه چې د ولسواليو تر منځ توپير ونه کړي او د ټولو ولسواليو د پوهنې بهير ته يو شان پاملرنه وکړي.

دغه راز د ډنډې پټان  ولسوالۍ د عمر فاروق لېسې د اتم ټولګي زده کوونکي حيات خان پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې زده کوونکي د مسلکي ښوونکو له کمښت سره مخ دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.