ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې ١٥ شکمن بهرنيان نيول شوي

په ننګرهار کې ١٥ شکمن بهرنيان نيول شوي

author avatar
13 Dec 2015 - 13:31
په ننګرهار کې ١٥ شکمن بهرنيان نيول شوي
author avatar
13 Dec 2015 - 13:31

جلال اباد (پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٤): چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونو په ننګرهار  ولايت کې د يوې مېرمنې په ګډون ١٥ پاکستاني، تاجک او ازبک بهرني وګړي نيولي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د لېندۍ په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد کسان د ملي اردو منسوبينو له خوا په غني خېلو او روداتو ولسواليو کې د چاڼيزو عملياتو پر مهال نيول شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې په نيول شوو کې يوه مېرمنه‌، دوه ماشومان او نور لويان شامل دي.

دى وايي، په غني خېلو ولسوالۍ کې د پلټنو پر مهال د ملي اردو ځواکونو درې پاکستاني اتباع له يوه عراده الټو موټر سره يو ځای نيولي، نيول شوو کسانو د څېړنو پر مهال اعتراف کړى چې د کرمې ايجنسۍ، تيرا او سوات سيمو اوسېدونکي دي .

د والي وياند وويل چې په روداتو ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو له خوا نيول شوو کسانو د پلټنو پر مهال ځانونه ازبک او تاجک ښودلي دي.

هغه وايي چې له نيول شوو کسانو څېړنې روانې دي.

د يادونې ده، د تېرې جمعې په شپه د ننګرهار د  درونټې په تالاشۍ پوسته کې د يوې مېرمنې او درېيو ماشومانو په ګډون شپږ ازبک وګړي نيول شوي وو.

وروسته چې دغه کسان جلال اباد ښار کې د ملي امنيت لومړي ماموريت ته د پلټنو لپاره ولېږدول شول، نو يادې مېرمنې ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه چې له امله يې مېرمنه، دری ماشومان، د ملي امنيت امر او دوه ساتونکي ووژل شول.

د يادونې ده، له شمالي وزيرستانه لسګونه ازبک کورنۍ زابل ولايت ته ورغلې وې، خو هلته له طالبانو سره  تر جګړو وروسته اوس ځينو نورو ولايتونو ته تللې دي.

د يو بل خبر له مخې، امنيتي ځواکونو په ننګرهار ولايت کې درېيو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې او يو يې ژوندى نيولى.

د والي وياند وايي چې ياده مرګ ژوبله په اچين او مومندرې ولسواليو کې رامنځته شوې ده، چې يو وسله وال وژل شوى او دوه نور ژوبل دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.