ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راحيل شريف په نږدې ورځو کې کابل ته راځي

راحيل شريف په نږدې ورځو کې کابل ته راځي

author avatar
15 Dec 2015 - 12:02
راحيل شريف په نږدې ورځو کې کابل ته راځي
author avatar
15 Dec 2015 - 12:02

کابل (پژواک، ٢٤ لېندۍ ٩٤): ټاکل شوې د افغان سولې پروسې د دويم پړاو د پيل په موخه د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف په نږدې ورځو کې کابل ته راشي.

د لومړي ځل لپاره د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې لومړی پړاو خبرې اترې د روان لمريز کال د چنګاښ په مياشت کې د پاکستان په کوربه توب، د چين او امريکا تر نظارت لاندې  په اسلام اباد کې ترسره شوې.

ټاکل شوې وه چې يوه مياشت وروسته د سولې دويم پړاو خبرې ترسره شي، خو يوه مياشت وروسته د طالبانو د مشر ملامحمد عمر د مړينې خبر خپور شو چې ورسره د سولې خبرې اترې هم وځنډېدې.

تېره اوونۍ د پاکستان په  پلازمېنه اسلام اباد کې د اسيا زړه کنفرانس غونډې په څنډه کې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا تر منځ څلور اړخيزه غونډه کې موافقه وشوه چې د سولې دويم پړاو خبرې اترې يو ځل بيا پيل شي.

پاکستاني رسنيو د لېندۍ په ٢٤مه د پوځي او حکومتي سرچينو په حواله خبر ورکړى چې په نږدې راتلونکو ورځو کې به د پاکستان د پوځ په مشرۍ يو پلاوى د سولې د دويم پړاو خبرو اترو په اړه د مشورو او خبرو لپاره کابل ته سفر وکړي.

سرچينې زياته کړې چې کابل ته د جنرال راحيل شريف تر سفر وروسته ډېر امکان شته چې په راتلونکو اوونيو کې د سولې دويم پړاو خبرې  اترې بيا پيل شي.

په لومړي پړاو خبرو کې پاکستان د همکار کوربه په توګه رول ترسره کړ، خو اوس سرچينې وايي چې په دويم پړاو خبرو کې به چين او ا مريکا نېغ په نېغه مهم رول ولري.

په کابل کې هم ځينې ديپلوماتيکې سرچينې وايي، د دې امکان شته چې په راتلونکو دوو اوونيو کې د سولې دويم پړاو خبرې اترې پيل شي.

ولسمشر اشرف غني له اسلام  اباد څخه تر راستنېدو وروسته په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال په ډاګه کړه چې په نږدې ورځو کې به يو لوړ پوړى پاکستانی پلاوى کابل ته راشي.

خو هغه په دې اړه نور جزئيات نه وو ورکړي. 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.