ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چپرهار کې د طالبانو او داعش ٥١ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
15 Dec 2015 - 16:12
author avatar
15 Dec 2015 - 16:12

جلال اباد (پژواک، ٢٤ لېندۍ ٩٤): د ننګرهار چارواکي وايي چې په چپرهار ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ جګړه کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د ليندۍ په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار په شپږو بجو د چپرهار ولسوالۍ په ماڼو ډاګو، سنګينه، ګراټک او سليمانخېلو سيمو کې  د داعش او طالب وسله والو ترمنځ جګړه پيل شوې وه.

هغه زياته کړه، دا جګړه چې د غرمې په ١٢ بجو پاى ته ورسېده، له دواړو لورو څخه ١٥ تنه وژل شوي او ٣٦ نور ژوبل شوي دي.

د نوموړي په وينا، په وژل شوو کې  څلور داعش او يوولس وسله وال طالبان وژل شوي او همدا راز يوولس د داعش او پنځه ويشت طالب وسله وال ټپيان شوي هم دي.

د والي وياند وويل چې په دې نښتو کې دوه ملکي وګړي هم سطحي ټپيان شوي چې د درملنې په موخه د جلال اباد مرکزي روغتون ته را لېږدول شوي دي .

د محمد رحيم په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې جګړه د سهار شپږ بجې پيل شوې او دواړه لوري سپکې او  درنې وسلې کاروي.

هغه زياتوي، کېداى شي چې دواړو ډلو ته مرګ ژوبله اوښتې وي، خو وايي چې د سيمې ملکي وګړي تر سخت ګواښ لاندې دي.

يادو ډلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، له تېرو څو اوونيو راهيسې په دې ولسوالۍ کې په وقفه يى توګه د دواړو وسله والو ډلو تر منځ جګړې روانې دي.

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.