ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سعودي له افغانستانه غوښتي چې په جوړ شوي پوځي ايتلاف کې ورګډ شي

سعودي له افغانستانه غوښتي چې په جوړ شوي پوځي ايتلاف کې ورګډ شي

author avatar
16 Dec 2015 - 08:30
سعودي له افغانستانه غوښتي چې په جوړ شوي پوځي ايتلاف کې ورګډ شي
author avatar
16 Dec 2015 - 08:30

کابل (پژواک، ٢٤ لېندۍ ٩٤): سعودي عربستان له افغانستانه وغوښتل چې د ترهګرۍ پر ضد جوړ د اسلامي هېوادونو ا يتلاف کې ورګډ شي.

د سعودي عربستان دولتي اژانس (واس) خبر ورکړى و، چې د سعودي عربستان په مشرۍ نوي جوړ شوي پوځي ايتلاف کې د مصر، قطر او متحده عربي اماراتو تر څنګ غير عرب هېوادونه لکه ماليزيا، ترکيه او د افريقا ځيني هېوادونه هم شامل دي.

له ٣٤ هېوادونو ‌څخه د رامنځته شوي پوځي ايتلاف عملياتي مرکز به د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کې وي.‌

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت لخوا د ليندۍ په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په کابل کې د سعودي عربستان سفير عبدالرحمن الغاصب د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني سره وليدل.

سرچينې زياته کړې چې د سعودي سفير ددې ليدنې پر مهال له رباني څخه وغوښتل چې افغانستان بايد نوي جوړ شوي ايتلاف کې ورګډ شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د بهرنيو چارو وزير په ډاګه کړه، چې دا موضوع تر دې مخکې د سعودي لوړ پوړوچارواکو د افغانستان له لوړ پوړو چارواکو سره شريکه کړې ده.

رباني په ډاګه کړې، چې افغانستان به ددې ايتلاف په اړه تر څېړنو وروسته په نږدې راتلونکي کې په دې اړه پرېکړه کوي.

د سعودي ددولتي اژانس د راپور له مخې، د دغه ايتلاف د جوړولو موخه دا ده چې اسلامي هېوادونه به له ټولو ترهګريزو او سخت دريـځو ډلو خوندي ساتل مېږي ، هغه چې په هر نوم يا هر مسلک پورې تړاو ولري، په ځمکه کې فساد خپروي او بې ګناه خلک وژني.

د سعودي عربستان د دفاع وزير شهزاده محمد بن سلمان په رياض کې خبريالانو ته ويلي، نوی جوړ شوی ايتلاف به هڅه وکړي چې لومړى د عراق، سوريې، مصر او افغانستان په څېر هېوادونو کې د ترهګرۍ پر ضد روانې هڅې ګړندۍ او همغږې کړى شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.