کابل- ميمنه (پژواک، ٢٥ لېندۍ ٩٤): راپورونه وايي چې وسله والو طالبانو په فارياب کې د چورلکې د سقوط پر مهال له نيول شوو بهرنيو پيلوټانو يو تن وژلى دى.
د يوه خصوصي شرکت اړوند دغه چورلکه چې په کې ٢١ تنه عمله او د ملي اردو سرتېري سپاره وو، د روان لمريز کال د لېندۍ په ٣مه نېټه، په داسې حال کې چې له مزارشريف ښار څخه فارياب ولايت ته روانه وه، په پشتونکوټ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له خوا تر بريد لاندې رغله.
چورلکې چې په مرمۍ لګېدلې وه، د طالبانو په ساحه کې بېړنۍ ناسته کړې وه، د ملي اردو سرتېرو او طالبانو تر منځ نښته کې دری سرتېري ووژل شول او پاتې ١٨ تنه چې په کې دری بهرني پيلوټان هم وو، طالبانو له ځان سره ژوندي بوتلل.
بلخوا د مالديپ هېواد د هوانوردۍ وزارت له خوا د لېندۍ په ٢٥مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې طالبانو يې له دريو پيلوټانو يو تن وژلى دى.
سرچينې زياته کړې، وژل شوى پيلوټ ٥٥ کاله عمر درلود او د سينې په برخه کې څلور مرمۍ ويشتل شوى و.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د پيلوټ جسد د افغانستان په شمال کې د جرمني ځواکونو روغتون ته لېږدول شوى او له هغه ځايه به خپل هېواد ته ولېږدول شي.
سرچينې ويلي چې وژل شوى تن د (والان انټرنېشنل چارټر) په نامه د چورلکو يوه خصوصي شرکت سره د پيلوټ په توګه دنده ترسره کوله.
د فارياب د والي وياند احمدجاوېد بيدار پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي اردو ١٢ سرتېري او دوه بهرني پيلوټان اوس ههم د طالبانو په بند کې روغ او رمټ دي.
هغه زياته کړه چې د سولې شورا غړي او سيمه ييز سپين ږيري منځګړيتوب کوي، څو دغه ټول اسيران خوشي شي.
بيدار وايي: ((کېداى شي چې نوموړي منځګړي ډېر ژر يوه تفاهم ته ورسيږي.))
د فارياب د والي وياند وويل چې تېره اوونۍ د ملي اردو د څلورو سرتېرو او د چورلکې د يوه بهرنۍ عملې مړي په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د سره مياشت ادارې کارکوونکو ته وسپارل شوې، چې کېداى شي همدغه بهرنۍ وګړي پيلوټ وي چې اوس ويل کيږي وژلي شوى دى.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې دغه پيلوټ تازه نه دى وژل شوى، بلکې په لومړي ورځ د جګړې پر مهال وژل شوى او دوى يې جسد سره صليب ته سپارلى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن