کابل (پژواک، ٢٦ لېندۍ ٩٤): د کار او ټولنيزو چارو وزارت، د معلوماتي ټيکنالوجۍ په ډګر کې د ښځو د کم ګډون په اړه اندېښنه څرګنده کړې او وايي چې د هېواد ٥٠ سلنه نفوس ښځې تشکيلوي، خو د کار په بازار کې د ښځو ګډون يوازې ٢٩ سلنه دى.
د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزيرې نسرين اورياخېل نن په کابل کې د "ښځو لپاره معلوماتي ټيکنالوجۍ" په ناسته کې وويل چې ډېره کمه سلنه ښځې له معلوماتي ټيکنالوجۍ ګټه اخلي چې دا کار د اندېښنې وړ دى.
نوموړې، ښځې د ټولنې مهم قشر وباله او زياته يې کړه چې که چېرې ښځو ته پام ونه شي په دې معنا دى چې د هېواد پنځوس سلنه نفوس ته پام نه دى شوى.
د کار او ټولنيزو چارو وزيرې زياته کړه چې ښځې د عمل ازادي نه لري او له ډېرو ټولنيزو خنډونو او ګواښونو سره مخ دي.
مېرمن اورياخېل وويل: "په کورونو کې هم تعصب شتون لري، يو هلک ښکلى او انټرنېټ لرونکى ټيلېفون لري، خو د همدې کورنۍ نجلۍ ټيلېفون، کمپيوټر او انټرنېټ ته لاسرسى نه لري."
هغې هيله څرګنده کړه چې په راتلونکي کې د معلوماتي ټيکنالوجۍ په ګډون په بېلابېلو ډګرونو کې د ښځو ونډه زياته شي او که چېرې د دوى ګډون په پام کې ونه نيول شي نو د هېواد اقتصاد به وده ونه کړي. بايد هڅه وشي، څو ښځې وړتيا ترلاسه کړي سياسي مشارکت ولري او خپله سوداګرۍ پلې او د ټولنې په وده کې ونډه واخلي.
د کار او ټولنيزو چارو وزيرې وويل چې د ښځو چارو وزارت په همکارۍ په پام کې لري چې په راتلونکو ٥ تر ١٠ کلونو پورې د ټول هېواد تر سل زره ډېرو ښځو ته د ټيکنالوجۍ په برخه کې روزنه ورکړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزير عبدالرزاق وحيدي په دې ناسته کې چې د پوهنتونونو لسګونه نجونو هم په کې ګډون درلود، وويل چې له هر هغه ګام او نوښت څخه چې د معلوماتي ټيکنالوجۍ او له هغې څخه د ګټې پورته کولو او رواجولو په ډګر کې د هېوادوالو د پوهاوي کچې د لوړولو په موخه، ملاتړ کوي.
هغه زياته کړه، چې اوسمهال د ټيکنالوجۍ په سکټور کې د هېواد په کچه په مستقيم او غير مستقيم ډول شا وخوا ٣٠٠ زره کسان ونډه لري چې يوه برخه يې د ښځو له لوري هم ترسره کېږي.
د وحيدي په وينا، د مخابراتو وزارت په همکارۍ د ملګرو ملتونو پراختيايي ادارې څېړنه ښيي چې اوسمهال په هېواد کې ٤٨ سلنه ښځې په مستقيمه او ٣٢ سلنه يې په غير مستقيمه توګه ټيلېفوني خدمتونو ته لاسرسى لري.
د مخابراتو وزير زياته کړه چې د انټرنېټ د ټولو څلور ميليون ګټه پورته کوونکو له ډلې يې، ٣٦ سلنه ښځې تشکيلوي.
وحيدي زياته کړه، دې ته اړتيا ده چې په هر سکټور کې د جنسيت توازن او وړتيا په پام کې ونيول شي او دغه راز ښځو ته هم ونډه ورکړي چې د مخابراتو وزارت يې عملي کولو ته ژمن دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن