ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د نوي حکومت  چارواکو پکتيا کې مثبت بدلون نه دى راوستى”

“د نوي حکومت چارواکو پکتيا کې مثبت بدلون نه دى راوستى”

author avatar
18 Dec 2015 - 14:59
“د نوي حکومت  چارواکو پکتيا کې مثبت بدلون نه دى راوستى”
author avatar
18 Dec 2015 - 14:59

ګردېز(پژواک، ٢٧ ليندۍ ٩٤): د پکتيا د ولايتي شورا او مدني ټولنې ځينې غړي د ولايتي چارواکو پر کړنو نيوکې او په اړه يې د څېړنې غوښتنه کوي، خو ولايتي چارواکي وايي چې د ستونزو  د حل لپاره يې ډېر څه کړي دي.

د دې ولايت د ولايتي شورا منشي  محمد الرحمن قادري په يوه خبري ناسته کې وويل چې د نوي حکومت چاراکو د مثبتو بدلونونو راوستو  او فساد کچې د ټيټيدو لپاره  ژمنې کړې وې ، خو تر اوسه يې مثبت بدلون نه دى راوستى.

هغه زياتوي چې ورځ تر بلې ستونزې ډېريږي.

دی وايي چې  د ولايتي ادارې  سل ورځنی پلان نمايشي بڼه لري او په دغه ولايت کې په داسې حال کې د نورو ولايتونو خلک پر دندو ګومارل شوي چې په دې ولايت کې ګڼ شمېر ځوانان وزګار دي.

دغه راز قادري نيوکه وکړه چې د ولايت ډېرې ادارې لاهم د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.   

قادري وايي:" مرکزي اداره دې  دغه ولايت ته دټولو ستونزو دڅېړلو په موخه يو پلاوی راوليږي تر څو دغه ستونزې وڅېړي او دحل لاره ورته پيدا کړي ."

د مدني ټولنې غړي سيد جمال اصف خېل په دې ناسته کې وويل :" د دې ولايت د مچلغو بند،ګردېز- پټان لارې او ځينې نورې پروژې په ټپه ولاړې دي او په روان کال کې هيڅ لويه او وړه پروژه نه ده پلې شوې ."

هغه دعوه کوي چې  د دغه ولايت د ادارې په تړونونو کې روڼتيا نشته  او ټول تړونونه ديو څو کسانو په خوښه  ترسره کيږي .

اصف خېل وويل داستونزې يې له دې وړاندې څو څو ځله د پکتيا له والي نصرت ارسلا سره شريکې کړې خو تر اوسه هېڅ بدلون نه دی راغلی .

دی وايي که چېرې د شته ستونزو  د له منځه وړو لپاره اړين اقدام ونه شي نو دوى به  مدني حرکتونو ته دوام ورکړي .

د پکتيا ولايتي شورا پخواني مشر او مدني فعال ښايسته جان احدي د يادو ستونزو د يادولو تر څنګ وويل چې د فساد د شتون په اړه اسناد هم لري. هغه وايي چې په ګمرک کې پراخ فساد شتون لري.

خو د پکتيا د والي وياند نقيب احمد اتل يادې اعاوې ردوي او وايي چې ولايتي ادارې په تېرو څو مياشتو کې  بېلابېل کارونه کړي دي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.