ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان د ١٩ کلنو لوبـډلې په څلورمه لوبه کې هم زمبابوې ته ماتې ورکړه

د افغانستان د ١٩ کلنو لوبـډلې په څلورمه لوبه کې هم زمبابوې ته ماتې ورکړه

author avatar
19 Dec 2015 - 17:43
د افغانستان د ١٩ کلنو لوبـډلې په څلورمه لوبه کې هم زمبابوې ته ماتې ورکړه
author avatar
19 Dec 2015 - 17:43

کابل ( پژواک، ٢٨ ليندۍ ٩٤ ) : د افغانستان د ١٩ کلنو کرکټ لوبډلې د زمبابوې د ١٩ کلنو لوبډلې په څلورمه يوه ورځنۍ لوبه کې هم ستره ماتې ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د ليندۍ په ٢٨مه، پژواک خبري اژ انس ته وويل چې دا لوبه نن د هندوستان د پلازمينې نوي ډيلي په نوواډا کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

هغه زياته کړه، چې د زمبابوې لوبډلې د دې لوبې پجه ګټلې وه، خو لومړى يې افغانستان ته د توپوهنې بلنه  ورکړه.

هوتک وايي چې د افغانستان د ١٩ کلنو لوبډلې په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ٢٦٧ منډې جوړې کړې او زمبابوې ته يې د ٢٦٨ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري نويد عبيد ٦٢، احسان الله او وحيدالله ٥١، ٥١ او طارق ٣٧ منډې جوړې کړې.

د کرکټ  بورډ وياند وويل چې د زمبابوې لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په ١٠٨ منډو وسوځېدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ١٥٩ منډو په توپير سره وګټله.

د افغانستان له لوري طارق او نجات مسعود  څلور، څلور او او محمد ظاهر دوه لوبغاړي وسوځول.

د يادونې وړ ده چې تر دې مخکې افغانستان په درېيو نورو لوبو کې هم زمبابوې ته ماتې ورکړې وه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.