پل علم (پژواک، ٢٨ لېندۍ ۹۴): د لوګر لپاره نوی ښاروال وايي چې د سالمې ادارې جوړېدو تر څنګ به په ښاروالۍ کې د خپلسريو مخه ونيسي.
عصمت الله خالد چې په دې وروستيو کې د ولسمشر له خوا د لوګر د ښاروال په توګه ټاکل شوى، له پژواک اخبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې ولس ته د خدمت اراده لري او د سالمې ادارې د جوړېدو تر څنګ به د ښاري ماسټر پلان د تطبيق، د ښاروالۍ د عوايدو پر لوړولو سربېره به د ښار شين کولو لپاره هم اقدامات وکړي.
هغه زياته کړه: ((هڅه به وکړم چې د ښاروالۍ په هره برخه کې سالم او ګټور بدلونونه رامنځته کړم.))
نوموړى وايي، لکه څرنګه چې حکومت پر دى باور کړى او دا مسووليت يې راسپارلى، نو دى به هم هڅه وکړي د قانون په چوکاټ کې د ولس خدمت وکړي.
خالد وويل چې د سالمې ادارې پر رامنځته کولو سره به د حکومت او ولس تر منځ واټن له منځه يوسي او د دوى تر منځ به د ورورۍ فضا رامنځته کړي.
لوګر ته په داسې حال کې نوى ښاروال ټاکل شوى چې تر دې مخکې يې پخوانى ښاروال احمد خان الفت د اداري فساد په تور بندي شوى و، دغه راز د هغه پر ضد د لوګر خلکو څو څو وارې لاريونونه هم وکړل او د هغه د لرې کولو غوښتنه يې کوله.
پر پخواني ښاروال د شنو ځمکو د غصب، د غير قانوني کړنو، اداري فساد، جعل او تزوير، په ناقانونه ډول د ښاروالۍ د مامورينو د لرې کولو تر څنګ يو شمېر نور تورونه پورې شوي وو.
د لوګر نوى ښاروال عصمت الله خالد وايي چې د پخوانيو ښاروالانو په اړه څه نه وايي، خو زياتوي چې دى به يوه پياوړې اداره رامنځته کړي چې هدف به يې د خلکو خدمت وي.
د هغه په وينا، د خپلسريو مخه به نيسي او د ولس په همکارۍ به د ښاروالۍ چارې پر مخ بيايي.
له بل پلوه د لوګر يو شمېر اوسېدونکي د نوي ښاروال پر ټاکل کېدو خوښي ښيي او وايي چې هغه دې د اداري فساد او غير قانوني کړنو مخه ونيسي.
د پل علم ښار د اصنافو شورا يوه غړي عبدالله ستانکزي پژواک اژانس ته وويل چې نوى ښاروال بايد د پل علم ښار د ښکلا او شين والي لپاره جدي اقدامات وکړي.
هغه زياته کړه: ((موږ په ټول ښار کې د تفريح لپاره ځاى نه لرو، د ښار ډېری سړکونه خام دي، صفايي نشته، دغه راز نوى ښاروال دې د فساد مخه ونيسي.))
د يادونې ده، لوګر له تېرو ٩ مياشتو راهيسې ښاروال نه درلود.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن