ښرنه (پژواک، ٢٨ لېندۍ ٩٤): د پکتيکا والي وايي چې د دغه ولايت په اوو ولسواليو کې د عوايدو د مديريتونو په فعالېدو سره يې عوايد ٢١ سلنه زيات شوي دي.
والي امين الله شارق د لېندۍ په ٢٨ مه په ښرنه ښار کې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل چې د دغه ولايت عوايد له ورکړل شوي هدفه ٢١ سلنه ډېر شوي دي.
هغه زياته کړه چې د پکتيکا په اوو ولسواليو کې يې د عوايدو مديريتونه فعال کړي او پلان لري چې په نورو ولسواليو کې هم دغه کار وکړي.
د پکتيکا مستوفي محمد نصير ابراهيم خېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د روان ۱۳۹۴ لمريز کال له ټاکلي هدفه يې ٢١ سلنه ډېر عايد ترلاسه کړى دى.
هغه وايي چې په يادو ولسواليو کې د طالبانو له رژيم را هيسې هېڅ د عوايدو مديريت فعال نه و، خو د دې ادارې په هلو ځلو سره يې په اوو ولسواليو کې مديريتونه فعال کړي او دوى د لسو نورو ولسواليو عوايد هم راټولوي.
د ابراهيم خېل په وينا، د مستوفيت په اداره کې د املاکو د مديريت په فعالېدو سره يوازې ۱۵ ميليونه افغانۍ عوايد را ټول شوي دي.
د پکتيکا يو اوسېدونکی اکبر راحل وايي چې د عوايدو په ډېروالي کې د اورګون ګمرک يوه ښه سرچينه بلل کېږي، خو په قاچاقي لارو ډېر مالونه لېږدول کېږي، که يې مخه ونيول شي، لرې نه ده چې عوايد تر دې هم زيات شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن