ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ستانکزى: روان ژمی به داعش او نورې وسله والې ډلې وځپو

ستانکزى: روان ژمی به داعش او نورې وسله والې ډلې وځپو

author avatar
19 Dec 2015 - 15:25
ستانکزى: روان ژمی به داعش او نورې وسله والې ډلې وځپو
author avatar
19 Dec 2015 - 15:25

جلال اباد (پژواک، ٢٨ لېندۍ ٩٤): د ملي دملي دفاع وزارت سرپرست وايي چې په روان ژمي کې به داعش او نورې وسله والې ډلې وځپل شي.

د دفاع سرپرست وزير معصوم ستانکزي دغه څرګندونې په هغې غونډه کې وکړې چې د ننګرهار ولايت په مقام کې جوړه شوې وه او په کې د دغه ولايت چارواکو او قومي مشرانو برخه اخيستې وه.

ستانکزي د ننګرهار ولايت مسوولينو او خلکو  ته ډاډ ورکړ چې د ترتيب شوي امنيتي ژمني پلان په ترڅ کې به په دغه ولايت کې داعش او نور وسله وال مخالفين وځپل شي .

هغه د داعش او نورو وسله والو په اړه ترسره شوي تبليغات ناسم وبلل او زياته يې کړه چې  ډېر ژر به په دغه ولايت کې ملي امنيتي قواوې پر هوايي ځواک او نورو درنو او سپکو وسلو لا زيات تجهيز او سمبال شي .

د ملي دفاع وزارت سرپرست وويل چې په ننګرهار ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو د ګومارنې په موخه يې ټول تجهيزات او اکمالات بشپړ کړي او ژر به يې د ننګرهار امنيې قوماندانۍ ته د عملي چارو د ترسره کېدو په موخه په واک کې ورکړي .

 

د ستانکزي په وينا، د ننګرهار هغه ځوانان چې د ملي اردو په ليکو کې يې دری کلنه دنده ترسره کړې وي او له ځان سره ترخيص ولري، د دوی د جذب په موخه به د ننګرهار په ۲۰۱ سېلاب قول اردو کې يو ځانګړی کنډک جوړ کړي .

هغه د امنيت تامين د ولس او امنيتي منسوبينو ګډ کار وباله او غوښتنه يې وکړه چې له ملي امنيتي ځواکونو سره دې په دغه ولايت کې خلک هم د امنيت په تامين کې په پوره توګه ونډه واخلي .

نوموړي د دغه ولايت اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به د دغه ولايت په امنيتي وضعيت کې

مثبت بدلون راشي او هغه غوښتنې چې ورسره شريکې شوې، د حل په موخه به يې له ولسمشر او امنيت شورا سره شريکې کړي.

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د  ملي دفاع سرپرست وزير ته ډاډ ورکړ چې د دغه ولايت خلک په بشپړ ډول له امنيتي منسوبينو سره همکار دي او همدا راز يې د ملي امنيتي ځواکونو هڅې هم وستايلې چې د داعش او نورو مخالفينو د ځپلو په برخه کې يې ترسره کړې دي .

دغه راز د دغه ولايت يو شمېر وکيلانو او قومي مشرانو په خپلو خبرو کې د دغه ولايت د امنيت په ښه کولو او د ملي ځواکونو پر ښه تجهيز ټينګار وکړ.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.