ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هند په کندهار کې د کرکټ لوبغالي جوړولو ته ژمن دى

هند په کندهار کې د کرکټ لوبغالي جوړولو ته ژمن دى

author avatar
19 Dec 2015 - 16:01
هند په کندهار کې د کرکټ لوبغالي جوړولو ته ژمن دى
author avatar
19 Dec 2015 - 16:01

کابل (پژواک، ٢٨ ليندۍ ٩٤): هندوستان وايي چې په کندهار ولايت کې د کرکټ نړيوال لوبغالي جوړولو ته ژمن دى.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند مرستيال حکمت خليل کرزي د لېندۍ په ٢٨مه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې نن يې د هندوستان له سفير د کندهار کرکټ لوبغالي په  اړه خبرې وکړې.

هغه زياته کړې چې د هندوستان سفير امرسينها ورته ډاډ ورکړ چې هېواد يې په کندهار کې د کرکټ لوبغالي جوړولو له ژمنې څخه نه دى په شا شوى او پر خپلې ژمن کلک ولاړ دى.

حکمت کرزي ويلي چې د کندهار کرکټ لوبغالي د جوړولو چارې به هغه مهال په رسمي توګه پيل شي چې په دې اړه نور لومړني کارونه بشپړ شي.

ټاکل شوې وه د  کندهار ښار پر ٤٠ جريبه ځمکه د هندوستان په يو ميليون ډالر مرسته د کرکټ نړيوال لوبغالى جوړ شي، خو شاوخوا څلور کلونه تېرېږي چې لا هم د دغې لويې پروژې کار نه دى پيل شوى.

د کندهار د ولايتي شورا استازو، مدني فعالانو، ځوانانو او د کرکټ مينه والو تېره اونۍ د ولايتي شورا په دفتر کې په دې اړه يوه احتجاجي غونډه کړې وه.

د کندهار کرکټ بورډ مسوول محمد مسعود رحماني پژواک اژانس ته ويلي وو، څلور کاله مخکې په کندهار ښار کې د افکو کمپنۍ د افغانستان د کرکټ بورډ پخواني مشر حضرت عمر زاخېلوال ته ٤٠ جريبه ځمکه ورکړل شوه، څو هغه ورباندې لوبغالى جوړ کړي.

هغه زياته کړه، هماغه مهال په کابل کې د زونونو په کچه د کرکټ سيالۍ تازه پيل شوې وې چې د يو شمېر هېوادونو سفيران هم ورته راغوښتل شوي وو، دا چې په يادو شوو سياليو کې کندهار لومړى مقام تر لاسه کړى و، د هند سفير ژمنه وکړه چې په کندهار کې به د کرکټ د نړيوال لوبغالي جوړولو لپاره يو ميليون ډالر ورکوي.

د ده په خبره، يو نيم کال مخکې دغه پيسې د هندوستان له سفارت څخه د اقتصاد وزارت ته ولېږدول شوې او دغه پروژه اعلان شوه چې د ١٧ شرکتونو له ډلې يوه شرکت وګټله، خو بيا يې هم عملي چارې پيل نه شوې، تر هغه چې په دې وروستيو کې د ملي تدارکاتو په نوم کمېسيون جوړ شو او دغه پروژه همدې کمېسيون ته ولېږدېدله.

دى وايي، دغه کمېسيون له تېرو اتو مياشتو په يوه او بله بهانه دغه پروژه ځنډوي، په داسې حال کې چې د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې په وار وار بېلابېل مکتوبونه ورلېږلي دي.

دغه لوبغالى به نړيواله کچه وي او له ١٠ تر ١٢ زرو نندارچيانو د ځايولو وړتيا به ولري، دغه راز به په دغه لوبغالي کې اړوندې ودانۍ، د روزنې اکاډمۍ او يو کمپليکس جوړ شي.

په کندهار کې کرکټ ډېره وده کړې او دا مهال په کې لسګونه لوبډلې شته، خو هومره اسانتياوې ورته نه دې برابرې شوې لکه په ننګرهار، خوست او يو شمېر نورو ولايتونو کې چې برابرې شوې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.