ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترافيکي پېښو کې ١٤ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ترافيکي پېښو کې ١٤ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
20 Dec 2015 - 16:17
ترافيکي پېښو کې ١٤ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
20 Dec 2015 - 16:17

کلات، جلال اباد( پژواک، ٢٩ ليندۍ ٩٤ ): د کابل – تورخم او کابل کندهار پر لويو لارو د ترافيکي پېښو له امله ١٤ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د زابل ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر لعل محمد د ليندۍ په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن تر غرمې وروسته په شاوخوا درېيو بجو د ولايت د مرکز کلات ښار اړونده د نورک په سيمه کې ټکر شوى دى.

هغه زياته کړه، له کندهار څخه د کابل پر لوري روان د سپرليو ٣٠٣ موټر له مخامخ را روان ټېلر سره جنګېدلى دى.

دى وايي چې په دې پېښه کې څلور تنه  مړه او شپږ نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، سيمې ته يې امبولانسونه لېږلي دي.

د يوه بل خبر له مخې، د کابل – تورخم پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د جلال اباد -تورخم پر لويه لاره د مومندرې ولسوالۍ د غزګي په سيمه کې يو امبولانس چې له تورخم څخه يې يو جسد جلال اباد ته لېږداوه، له ټېلر سره جنګېدلى دى.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې په  امبولانس موټر کې ناست يو تن مړ شوى او درې نور ژوبل شوي دي.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.