ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک د ګردېز- خوست سړک پر جوړېدو خوښ دي

خلک د ګردېز- خوست سړک پر جوړېدو خوښ دي

author avatar
20 Dec 2015 - 11:12
خلک د ګردېز- خوست سړک پر جوړېدو خوښ دي
author avatar
20 Dec 2015 - 11:12

خوست ښار (پژواک، ٢٩ لېندۍ ٩٤): د خوست- ګردېز د لويې لارې مسافر د دې لارې پر جوړېدو خوښي څرګندوي، خو د خوست چارواکي پرې له دې امله نيوکه لري چې ګواکې چارې يې نيمګړتياوې لري.

د خوست- ګردېز سړک په ټوليز ډول ۱۰۱ کيلومتره اوږدوالی لري چې د جوړېدو چارې يې په څلورو بېلابېلو پړاوونو کې د (USAID ) له لوري د ۲۳۲ ميليونه ډالرو په لګښت بشپړې شوې.

په وروستي پړاو کې ۲۵ کيلومتره سړک د تېرو ۱۸ مياشتو په موده کې قير شو او تېره اوونۍ په کابل کې د يوې غونډې په ترڅ کې د فوايد عامې وزارت له لوري ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د خوست- کابل لويې لارې يوه ټکسي چلوونکي سيداکبر له پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال د سړک پر جوړېدو خوښي وښوده او ويې ويل چې د اقتصادي ګټې تر څنګ د ډېرو ټولنيزو ستونزو د هواري لامل شوی دی.

هغه وويل: ((مخکې د خوست-کابل لاره اووه ساعته وه، اوس دری نيمو ساعتونو ته راښکته شوه. مخکې مو په مياشت کې څو ځلې خپل موټر مستري ته دراوه، اوس يې دريو مياشتو کې هم مستري نه دروو.))

د دې لارې يو مسافر شېرخان وويل چې تر جوړېدو مخکې د دې لارې د خرابوالي له امله ټول مسافرين په ځانګړي ډول ناروغان او بهرنيو هېوادونو ته تلونکي خوستوال له ډېرو ستونزو سره مخ وو.

هغه پژواک ته وويل: ((د دغه سړک جوړېدو اته کاله وخت ونيو، خو بالاخره پوخ شو. زموږ خلک ډېر ورسره په تکليف وو. ناروغان او بهرنيو هېوادونو ته تلونکي مسافرين ډېر ورسره ځورېدل.))

نوموړي د امريکا له نړيوالې پرمختيايي ادارې د مننې تر څنګ له نورو خيريه سازمانونو وغوښتل چې د افغانستان د ولسونو د ستونزو په هواري کې د زړه له تله خپلې مرستې دوامداره وساتي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.