ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر د سه شنبې په ورځ باکو ته ځي

ولسمشر د سه شنبې په ورځ باکو ته ځي

author avatar
20 Dec 2015 - 10:55
ولسمشر د سه شنبې په ورځ باکو ته ځي
author avatar
20 Dec 2015 - 10:55

کابل ( پژواک، ٢٩ ليندۍ ٩٤ ) : ټاکل شوې ده، چې ولسمشر محمد اشرف غني د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د سه شنبې په ورځ اذربايجان ته لاړ شي.

د دغه هېواد رسنيو د ليندۍ په ٢٩مه، خبر ورکړى، چې ولسمشر غني به په دې يوه ورځني سفر کې د اذربايجان ولسمشر او نورو چارواکو سره وګوري.

د اذربايجان په پلازمېنه باکو کې د افغانستان سفير رسنيو ته ويلي، چې ولسمشر غني به د مرغومي په لومړۍ نېټه، د سه شنبې په ورځ دغه هېواد ته  لاړ شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د  افغانستان د بهرنيو چارو وزير، د ماليې وزير، د ملي امنيت سلاکار، د سوداګرۍ وزير، د کار او ټولنيزو چارو وزيره او يو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي په دې سفر کې ولسمشر سره ملتيا کوي.

د ولسمشر مرستيال وياند سيد ظفر هاشمي هم منلې، چې ولسمشر به ديوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ به د سه شنبې په ورځ باکو ته ځي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.