قلعه نو(پژواک، ٢٩ ليندۍ ٩٤): په بادغيس ولايت کې ځينې سيمه ييز چارواکي ادعا کوي چې طالبانو ته يوه منسوب کس خپله ورينداره چې ځانته يې نکاح کړې وه، له واده يوه ورځ وروسته وژلې ده.
د بالامرغاب ولسوال ضياءاکازي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ١٩ کلنه مېرمن بي بي جان نومېده او ددې ولسوالۍ د جوى خواجه سيمې اوسېدونکې وه چې پنځه کاله وړاندې يې له شاه ولي نومي سره واده کړى و چې د واده ثمره يې يو زوى او يوه لور( دوه او درې کلنه) دي.
اکازي زياته کړه چې دې مېرمنې د شاوه ولي له خوا د وهلو او تاوتريخوالي له امله څو ځله ولسوالۍ ته شکايت کړى و او بالاخره يې له هغه نه د بېلتون غوښتنه وکړه.
دې سرچينې زياته کړه چې په همدې سبب دا مېرمن د بادغيس مرکز ته ولېږدول شوه، څو ستونزه يې حل شي.
ولسوال وويل چې د بي بي جانې له لېږدولو سره سم د جوى خواجه سيمې درې سپين ږيري هم د بادغيس د مرکز محکمې ته راغلل او ددې ضمانت يې وکړ چې د بالامرغاب ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې له لوري له خپل خاوند نه د بي بي جانې طلاق واخلي او له دې وروسته به له تاوتريخوالي او وهلو ډبولو نه هم خوندي وي.
د اکازي په خبره، د بادغيس د مرکز لومړنۍ محکمې ددې مېرمن د غوښتنې او سپين ږيرو د ضمانت پر بنسټ دا موضوع د بالامرغاب لومړنۍ محکمې ته راجع کړه.
هغه وويل چې بي بي جان پنځه مياشتې وړاندې د ولسوالۍ په لومړنۍ محکمه کې له خپل خاوند نه طلاق واخيست او په خپله خوښه يې تېره اوونۍ له خپل لېوره مېرويس سره نکاح وکړه.
د بالامرغاب ولسوال وړاندې وويل چې ميرويس نومى د طالبانو ډلې ته منسوب و چې خپله نوې مېرمن يې له نکاح کولو او ورسره له يوې شپې تېرولو وروسته ووژله.
په ورته وخت کې د بادغيس د ولايتي شورا مشر عبدالناصر نظري هم ددې پخلى وکړ چې دوه شپې وړاندې يوه ١٩ کلنه مېرمن د طالبانو د يوه کس له خوا ددې ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کې وژل شوې ده.
نظري ددې موضوع د څېړلو ، عاملينو د نيولو او مجازات غوښتنه وکړه.
د بادغيس د ښځو چارو مشرې زرغونې شيرزاد ددې ښځې وژنه يو نه بښوونکى، غير اسلامي او انساني عمل وباله او ددې ولايت له امنيتي چارواکو يې غوښتنه وکړه چې د پوځي عملياتو د تر سره کولو له لارې په بالامرغاب ولسوالۍ کې ددې قضيې او نورو ورته لسګونو قضيو عاملين وځپي.
د بي بي جان پلار عبدالقادر چې له خپلو يو شمېر خپلوانو سره يې نن د خپلې لور مړى خپلې سيمې ته لېږداوه، د ژړا په حالت کې يې د خپلې لور د وژونکو د مجازات غوښتنه وکړه.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن