ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي: ننګرهار کې د يوې کورنۍ د مرموزې وژنې اصلي قاتل نيول شوی

والي: ننګرهار کې د يوې کورنۍ د مرموزې وژنې اصلي قاتل نيول شوی

author avatar
21 Dec 2015 - 16:43
والي: ننګرهار کې د يوې کورنۍ د مرموزې وژنې اصلي قاتل نيول شوی
author avatar
21 Dec 2015 - 16:43

جلال اباد (پژواک،۳۰ ليندۍ ۹۴): د ننګرهار والي وايي، هغه کس يې نيولی چې په بهسودو ولسوالۍ کې يې د يوې کورنۍ اته غړي په مرموز ډول وژلي دي.

والي سليم خان کندوزي د دې ولايت له امنيه قوماندان سره د ليندۍ په ۳۰مه، په خبري کنفرانس کې وويل چې نيول شوی کس "عمراخان" نومېږي او د وژل شوې کورنۍ د مشر "يوسف" ناسکه وراره دی.

يوسف خان او د کورنۍ اوه غړي يې د ليندۍ په ۲۳مه، د بهسودو په قلعه ميرزا سيمه کې په خپل کور کې په مرموز ډول وژل شوي وو.

يادې پېښې د ننګرهار د مدني فعالانو او اوسېدونکي غبرګونونه راپارولي وو او د اصلي قاتل د نيولو غوښتنه يې کوله.

ځايي چارواکو روانه اونۍ ويلي وو، چې په دې تور يې پنځه تنه نيولي، خو نن يې په ډاګه کړه، چې په نيول شوو کسانو همدغه يوه تن په دې پېښه کې لاس درلود.

کندوزى وايي: ((نيول شوي کس په خپل جرم اعتراف کړی دی. دا پېښه د کورني مشکلاتو له امله رامنځ ته شوې ده.))

اخوا د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد وايي، د عمراخان په نامه کس د پکتیا ولايت د اريوب ځاځيو ولسوالۍ اوسېدونکی او د مقتولې کورنۍ د مشر يوسف ناسکه وراره دی.

دى وايي: ((قاتل کس له پکتیا ولایت څخه د دې عمل لپاره ننګرهار ته راغلی و او د وژل شوې کورنۍ مېلمه و، چې د شپې ناوخته يې د کورنۍ د پنځو ماشومانو په ګډون ټول اته غړي په ټي ټي تومانچه وژلي دي.))

هغه زياتوي، قاتل په خپل جرم اعتراف کړی دی.

د ولايت مقام په دې تور د عمراخان په نامه د نيول شوي کس د اعترافاتو ويډيو هم خپره کړه، چې په کې دغه کس پر خپل جرم اعتراف کوي.

په ويډيو فلم کې دغه کس چې عمراخان ښودل شوى، وايي، دا کسان يې د دښمنۍ له امله وژلي دي.

اخوا د ننګرهار والي وايي، هڅه به وکړي څو د دغه نيول شوي کس محکمه په علني ډول ترسره کړي، څو د ده په وينا، د نورو لپاره عبرت شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.