واشنګټن (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٤): د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پر وسله والو طالبانو او د هغوى پر ملاتړو لګېدلي بنديزونه ديو بل کال لپاره وغځول.
دغه پرېکړه پرون په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په هغې غونډه کې شوې چې د افغانستان لپاره ځانګړې شوې وه.
په دې غونډه کې د امنيت شورا د ټولو ١٥ غړو په اتفاق دغه مصوبه تصويب شوه.
د ملګرو ملتونو له دفتره په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امنيت شورا د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې پر خبرو ټينګار کړى، خو په ډاګه کړې يې ده چې پر طالب مشرانو د سفرونو بنديزونه به دوام لري.
د امنيت شورا له افغان حکومته غوښتي چې د هغو طالبانو لېست ورته وسپاري چې د سولې په پروسه کې برخه اخلي.
سرچينې ويلي چې د سولې د خبرو پر مهال به د افغان حکومت په غوښتنه، له ځانګړو کسانو د سفرونو بنديز لري کېږي، خو ديوې ځانګړې مودې لپاره.
د امنيت شورا له اړوندو هېوادونو غوښتي چې د وسله والو ډلو او اشخاصو له مالي ملاتړه لاس واخلي، خو دوى د کوم هېواد نوم نه دى اخيستى.
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا وسله والو طالبانو ته په دوامداره توګه د وسلو، مهماتو او نورو توکو پر ورکړې کلکه نيوکه کړې او په دې اړه يې اندېښنه څرګنده کړې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نېکولاس هيسم د امنيت شورا غونډې ته په خپله وينا کې د افغان حکومت د هغه دريځ هرکلى وکړ چې غواړي له وسله والو طالبانو سره د سولې پروسه يو ځل بيا پيل کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن