زرنج ښار (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٤): په نيمروز ولايت کې ايران ته قاچاق کېدونکي لسګونه کيلوګرامه هيرويين له يوه ايراني وګړي سره يو ځاى نيول شوي دي.
د نيمروز امنيه قوماندان مل پاسوال دلاور شاه نن (د مرغومۍ لومړۍ نېټه) پژوک خبري اژانس ته وويل چې ٥٢ کيلوګرامه هيرويين چې د يوه بار وړونکي موټر په ټايرونو کې په ماهرانه ډول ځاى پر ځاى شوي وو، نن کشف او ونيول شول.
امنيه قوماندان زياته کړه چې د دغه موټر چلوونکى چې محسن نومېږي او د ايران د اهواز اوسېدونکى دى، د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيول شوى دى.
د نيمروز د دغه امنيتي چارواکي د معلوماتو پر بنسټ، نيول شوي کس اعتراف کړى چې دغه نشه يي توکي يې د ورېښمو پول له لارې د ايران عباس بندر ته لېږدول، خو د ورېښمو پله سيمې د پولې په صفري برخه کې ونيول شو.
دلاور وويل چې له دغه نيول شوي کس څخه څېړنې پيل شوې دي.
له بلې خوا د نشه يي توکو يو قاچاق وړونکى د نيمروز ولايت له زندان نه تښتېدلى دى.
يوه امنيتي چارواکي د نوم نه اخيستلو په شرط پژواک ته وويل چې دغه بندي عبدالرحيم نومېده او د دغه ولايت په زندان کې د نشه يي توکو د لېږدولو په تور بندي و.
سرچينه زياتوي چې دغه بندي بريالی شو چې د زندان د دوو ساتونکو له خوا روغتون ته د درملنې لپاره د لېږدولو پرمهال وتښتي.
د دې امنيتي سرچينې د معلوماتو له مخې، عبدالرحيم پر ١٦ کاله بند محکوم شوى و، خو يواځې څلور کاله يې په زندان کې تېر کړل.
خو د دغه ولايت امنيتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.
نميروز له ايران سره پوله لري او سيمه ييز چارواکي وايي چې نشه يي توکي د هېواد له سوېلي ولايتونو دغه ولايت او وروسته ايران ته په قاچاق وړل کېږي.
خو د نيمروز د عامې روغتيا رياست شمېرې څرګندوي چې په دغه ولايت کې د نشه يي توکو څه باندې لس زره روږدي شته چې اکثره يې ايران ته د کار لپاره تللي وو او روږدي شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن