ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ نړيوال جام لپاره د افغانستان ١٩ کلنه لوبډله اعلان شوه

د کرکټ نړيوال جام لپاره د افغانستان ١٩ کلنه لوبډله اعلان شوه

author avatar
22 Dec 2015 - 13:32
د کرکټ نړيوال جام لپاره د افغانستان ١٩ کلنه لوبډله اعلان شوه
author avatar
22 Dec 2015 - 13:32

کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٤): د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د نړيوال جام سياليو لپاره د ١٩ کلنو ملي لوبـډله اعلان شوه.

د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د مرغومي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ١٩ کلنو لوبډلو نړيوال جام د ٢٠١٦ کال د جنورۍ په ٢٧مه په بنګله دېش کې پيلېږي.

هغه زياته کړه چې دوى د ١٩ کلنو لوبـډله د مخه اعلان کړه، څو د نړيوال جام سياليو لپاره ښه تمرينات ترسره کړي او ورته چمتووالى ونيسي.

د هوتک په وينا، دا تمرينات او چمتووالى به په هېواد کې دننه او بهر په نورو هېوادونو کې به ترسره کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش وايي چې ١٩ کلنې لوبډلې د زمبابوې پر وړاندې څلور دوستانه سيالۍ ګټلې او د دوى مورال يې لوړ کړى دى.

هغه زياته کړه چې تر نړيوال جام مخکې به دوى په نورو دوستانه او تمريناتي سياليو کې ونډه واخلي او په لوړ مورال سره به په نړيوال جام کې برخه واخلي.

د کرکټ ملي ١٩ کلنه لوبډله په لاندې ډول اعلان شوې.

احسان الله جنت، اکرام علي خېل، کريم جنت، محمد ‌ظاهر احمدزى، نصير خان، مسلم موسى، نويد عبيد، نجات الله مسعود، پروېز ملکزى، قيس حسن، سيد وحيدالله شفق، شمس الرحمن ولي خېل ، طارق ستانکزى، ضياء الرحمن اکبر او ظاهر خان پکتين شامل دي. 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.