چاريکار (پژواک، ۲ مرغومی ۹۴): د سالنګونو د ساتنې او څارنې ادارې چارواکي وايي چې د سخت توفان له امله د سالنګ لويه لار د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ادارې مشر ډګر جنرال محمد رجب پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرې نيمې شپې راهيسې د سالنګ د لويې لارې په اوږدو کې سخت بادونه پيل شوي چې د واورې اورښت هم ورسره دی.
هغه زياته کړه چې د مسافرو د خونديتوب په موخه يې دغه لار د سهار په اته نيمو بجو د ترافيکو پر مخ تړل شوې او تر څو چې د احتمالي خطراتو د شتون وېره وي، لاره به تړلې وي.
د ده په وينا، موټر د سالنګ لويې لارې دواړو خواوو ته د مرکزي بغلان اړوند د مل خان او د جبل السراج ولسوالۍ اړوند د تاجکان په سيمو کې درول شوي دي.
د پروان د ترافيکو امر محراب هم وايي چې په سالنګ کې د سختو بادونو او واورې د اورښت له امله يې مسافر او بار وړونکو موټرو درولي او تر څو چې دغه ستونزه له منځه نه وي تللي؛ موټرو ته به د تګ اجازه ورنه کړل شي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ادارې چارواکو لا تر اوسه د بادونو د تېزوالي او د واورې د اندازې په اړه څه نه دي ويلي.
د ١٣٨٨ لمريز کال د سلواغې په مياشت کې په سوېلي سالنګ کې سخت توپانونه او واورې ښويېدنې د ١٧٠ کسانو د مړينې او ١٢٥ نورو د ژوبلېدو لامل شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن