ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني ترکیې ته رسېدلی

ولسمشر غني ترکیې ته رسېدلی

author avatar
23 Dec 2015 - 19:48
ولسمشر غني ترکیې ته رسېدلی
author avatar
23 Dec 2015 - 19:48

کابل (پژواک، ۲ مرغومی ۹۴):  ولسمشر اشرف غني په یوه رسمي دوه ورځني سفر د ترکیې استنبول ښار ته رسېدلی دی.

له ارګ څخه د مرغومي په ۲مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشرغني ته د استنبول په نړیوال هوایي ډګر کې د استنبول والي، ښاروال او د ګارنیزون قوماندان ښه راغلاست ووایه.

سرچینې زیاته کړې، ټاکل شوې ده، چې ولسمشر به نن د ترکیې د اقتصادي کمیسیون له غړیو سره  چې د هغه هېواد تاجران او متشبثین به هم حضور ولري، خبرې وکړي او د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا او په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په هکله هغوی ته معلومات ورکړي.

ولسمر به ترکیې ته د سفر په جریان کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردغان او همدارنګه د هغه هېواد له لومړي وزیر سره جلا کتنې او خبرې وکړي.

په همدې ترتیب به د دواړو هېوادونو د جمهور رئیسانو په حضور کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونه د سیاسي مشورو او د کورنیو چارو وزارتونه به د امنیتي همکاریو او همدارنګه په کابل کې د ترکیې له لوري د مولانا جلاالدین محمد بلخي پوهنتون د جوړولو په هکله د همکارۍ درې تفاهم لیکونه لاسلیک کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.