ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک : کندوز کې طالبان د شپې د مخابراتي شبکو فعاليت قطع کوي

خلک : کندوز کې طالبان د شپې د مخابراتي شبکو فعاليت قطع کوي

author avatar
24 Dec 2015 - 16:45
خلک : کندوز کې طالبان د شپې د مخابراتي شبکو فعاليت قطع کوي
author avatar
24 Dec 2015 - 16:45

کندوز (پژواک ٣ مرغومى ٩٤): د کندوز په مرکز کې  له تېرو لسو ورځو راهيسې مخابراتي شبکې د شپې له خوا د وسله والو مخالفينو له لوري پرې کېږي او خلک بيا دغه وضعيت د خپل لاس او پښو د تړلو په څېر بولي.

د ياد ولايت خلک هره ورځ د ماښام له ٥ بجو څخه د سهار تر ٦ پورې مخابراتي شبکو ته لاسرسى نه لري او له دې امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

په دغو شبکو کې، روشن، اتصالات، افغان بيسيم او ام ټي ان خصوصي مخابراتي شبکې شاملې دي او خلک وايي چې سيمه ييزه اداره د يادې ستونزې د حل په برخه کې بې وسه ده.

د خلکو په وينا، د کندوز ښار په شا وخوا سيمو کې چې وسله وال طالبان په کې فعاليت لري، په يو شمېر سيمو کې يې مخابراتي شبکې غيرفعاله دي او دا وضعيت د دې لامل شوى، څو د مرکز په داخل کې هم د شبکو سيسټم ګډوډ شي.

د کندوز ښار اړونده د کاساني سيمې يوه اوسېدونکي محمد علي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د اتصالات له خصوصي شبکې ګټه اخلي او د نا امنيو ترڅنګ د شبکو پرې کېدل؛ يوه بله ستونزه ده، چې دوى يې سخت اندېښمن کړي دي.

هغه زياته کړه: "د کندوز وضعيت تر اوسه پورې نه دى ارامه شوى، زموږ يواځينۍ هيله ټيلېفون و، چې له همدې لارې مو خپل ملګري خبرولى شول او د هغوى احوال واخلو، چې په ښار کې څه تېريږي، خو دا چې اوس طالبانو مخابراتي شبکې پرې کړې نو په دې معنا ده چې زموږ لاس او پښې تړل شوې دي."

هغه زياته کړه، چې د شپې له لوري د مخابراتي شبکو د پرې کېدو پر مهال انټرنټ هم بنديږي.

د کندوز مرکز د سه اب سيمې اوسېدونکي عبدالمتين وويل، ډېرى کورنۍ روغتون ته د خپلو ناروغانو د لېږد په موخه موټر چلوونکو ته زنګ نه شي وهلى.

هغه وويل: "زه هم پرون شپه له دې ستونزې سره مخ شوم، يوه زنانه ناروغه مو درلوده، کله مې چې يوه موټروان ته چې د ټيليفون نمبر يې له ما سره و، د راتلو لپاره زنګ وکه، خو شبکې کار نه کاوه."

عبدالمتين زياته کړه، د شپې نهه بجې وې، چې له کوره ووت نو په ډېره سخته سره يې وکولى شول چې يوه ريکشا پيدا کړي او خپل ناروغ د کندوز ښار روغتون ته  چې د دوى له سيمې دوه کيلومټره لرې پروت دى، ولېږدوي؛ له هغه پرته د ناروغ د تلف کېدو امکان و.

خلکو د امنيتي ډانګو د امنيت د ساتلو په برخه کې سيمه ييز چارواکي بې وسه بللي او ژر تر ژره يې يادې ستونزې ته د لاسرسي غوښتنه کړې ده.

خو د کندوز امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد معصوم هاشمي وويل، چې دغه موضوع د امنيتي ځواکونو په پلان کې ده او د يادې ستونزې د هواري په موخه هڅې پيل شوې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.