کابل(پژواک،٣ مرغومى ٩٤): د کرنې د پخواني وزير "ډاکټر عبدالوکيل" د پنځلسم تلين په غونډه کې غوښتنه وشوه چې د ښه کرنيز چوپړ د ستايلو لپاره بايد د هېواد د دې شخصيت په نوم دولتي مډال جوړ شي.
ډاکټر عبدالوکيل د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ اوسېدونکى و. هغه په ۱۳۰۲ لمريز کال کې زېږېدلی و او په ١٣٧٩ کال کې وفات شو.
ده د کرنې او بڼوالۍ په برخه کې د دوکتورا تر کچې زده کړې لرلې هغه د کرنې د وزير، هلمند د والي او د مشرانو جرګې د غړي په توګه دندې تر سره کړې دي.
ډاکټر عبدالوکيل، له امريکا، چاپان، بېروت او د منځنۍ اسيا له هېوادونو د ځانګړو مڼو، بادامو، انګورو، شفتالو، ګيلاس او ناک نيالګي راوړل او د دې ميوو باغونه يې ترويج کړل.
نن د کرنې په وزارت کې د ميدان ځوانانو د خوځښت ټولنې په نوښت د ډاکټر عبدالوکيل يادغونډه جوړه شوه.
د دې ټولنې مشر ګل محمد پښتون په ياده ناسته کې وويل:" ډاکټر عبدالوکيل د کرنې په برخه کې د ټول هېواد لپاره خدمت کړی او په دغه کار سره ګڼ شمېر کروندګر،چې پخوا يې ګڼې اقتصادي ستونزې درلودې، د مڼو،زردالو او انګورو د حاصلاتو د ترلاسه کولو له امله يې دغه ستونزې له منځه تللې دي."
پښتون زياته کړه : " له بده مرغه لا تر اوسه د دې نوښتګر شخصيت په نوم حکومت هېڅ مډال نه دی جوړ کړی او نه يې هم کوم مهم ځای د دغه ستر شخصيت په نوم نومولى دی."
هغه د کرنې له وزارت نه وغوښتل چې د ډاکټرعبدالوکيل په نوم دولتي مډال جوړ کړي، تر څو هغه کسان پرې وستايل شي چې د کرنې په برخه کې يې غوره کړنې تر سره کړې وي.
ده زياته کړه:"موږ له دولته غوښتنه کوو چې يو شمېر مهم ځايونه، پوهنتونونه او واټونه د ده په نوم ونوموي اود ده علمي اثار دې راټول او چاپ ته دې وسپاري تر څو د دې خدمتګار شخصيت نوم ژوندی پاتې شي."
دا په داسې حال کې ده چې د ميدان وردګو ولايت په مرکز ميدان ښار کې د کرنې انسټيټيوټ، د همدې ولايت په نرخ ولسوالۍ د کرنې مسلکي ښوونځی او د کرنې په وزارت کې د رسنيزو کنفرانسونو تالار د ډاکټرعبدالوکيل په نوم، نومول شوي دي.
په نننۍ ناسته کې د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزير اسدالله ضمير د ډاکټر عبدالوکيل د مړينې د پنځلسم تلين پر مهال د ده د کړنو ستاينه وکړه او هغه يې په هېواد مين شخص وباله.
وزير وويل:" د کرنې پخوانی وزير مرحوم ډاکټر عبدالوکيل په هېواد مين شخص و، تل يې هڅه کوله چې د کروندګرو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته کړي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن