ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ډاکټر عبدالوکيل په نوم د دولتي مډال جوړولو غوښتنه وشوه

د ډاکټر عبدالوکيل په نوم د دولتي مډال جوړولو غوښتنه وشوه

author avatar
24 Dec 2015 - 13:57
د ډاکټر عبدالوکيل په نوم د دولتي مډال جوړولو غوښتنه وشوه
author avatar
24 Dec 2015 - 13:57

کابل(پژواک،٣ مرغومى ٩٤): د کرنې د پخواني وزير "ډاکټر عبدالوکيل" د پنځلسم تلين په غونډه کې غوښتنه وشوه چې د ښه کرنيز چوپړ د ستايلو لپاره بايد  د هېواد د دې شخصيت په نوم دولتي مډال جوړ شي.

  ډاکټر عبدالوکيل د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ اوسېدونکى و. هغه په ۱۳۰۲ لمريز کال کې زېږېدلی و او په ١٣٧٩ کال کې وفات شو.

ده د کرنې او بڼوالۍ په برخه کې د دوکتورا تر کچې زده کړې لرلې هغه د کرنې د وزير، هلمند د والي او د مشرانو جرګې د غړي په توګه دندې تر سره کړې دي.

 ډاکټر عبدالوکيل، له امريکا، چاپان، بېروت او د منځنۍ اسيا له هېوادونو د ځانګړو مڼو، بادامو، انګورو، شفتالو، ګيلاس او ناک نيالګي راوړل او د دې ميوو باغونه يې ترويج کړل.

نن د کرنې په وزارت کې د ميدان ځوانانو د خوځښت ټولنې په نوښت د ډاکټر عبدالوکيل يادغونډه جوړه شوه.

د دې ټولنې مشر ګل محمد پښتون په ياده ناسته کې وويل:" ډاکټر عبدالوکيل د کرنې په برخه کې د ټول هېواد لپاره خدمت کړی او په دغه کار سره ګڼ شمېر کروندګر،چې پخوا يې ګڼې اقتصادي ستونزې درلودې، د مڼو،زردالو او انګورو د حاصلاتو د ترلاسه کولو له امله يې دغه ستونزې له منځه تللې دي."

پښتون زياته کړه : " له بده مرغه لا تر اوسه د دې نوښتګر شخصيت په نوم حکومت هېڅ مډال نه دی جوړ کړی او نه يې هم کوم مهم ځای د دغه ستر شخصيت په نوم نومولى دی."

هغه د کرنې له وزارت نه وغوښتل چې د ډاکټرعبدالوکيل په نوم دولتي مډال جوړ کړي، تر څو هغه کسان پرې وستايل شي چې د کرنې په برخه کې يې غوره کړنې تر سره کړې وي.

ده زياته کړه:"موږ له دولته غوښتنه کوو چې يو شمېر مهم ځايونه، پوهنتونونه او واټونه د ده په نوم ونوموي اود ده علمي اثار دې راټول او چاپ ته دې وسپاري تر څو د دې خدمتګار شخصيت نوم ژوندی پاتې شي."

دا په داسې حال کې ده چې د ميدان وردګو ولايت په مرکز ميدان ښار کې د کرنې انسټيټيوټ، د همدې ولايت په نرخ ولسوالۍ د کرنې مسلکي ښوونځی او د کرنې په وزارت کې د رسنيزو کنفرانسونو تالار د  ډاکټرعبدالوکيل په نوم، نومول شوي دي.

په نننۍ ناسته کې د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزير اسدالله ضمير د ډاکټر عبدالوکيل د مړينې د پنځلسم تلين پر مهال د ده د کړنو ستاينه وکړه او هغه يې په هېواد مين شخص وباله.

وزير وويل:" د کرنې پخوانی وزير مرحوم ډاکټر عبدالوکيل په هېواد مين شخص و، تل يې هڅه کوله چې د کروندګرو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته کړي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.