ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي : په سنګين کې ٦٠ طالبان وژل شوي

چارواکي : په سنګين کې ٦٠ طالبان وژل شوي

author avatar
24 Dec 2015 - 11:03
چارواکي : په سنګين کې ٦٠ طالبان وژل شوي
author avatar
24 Dec 2015 - 11:03

لښکرګاه(پژواک،۳مرغومى۹۴): د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې په سنګين ولسوالۍ کې د کورنيو او بهرنيو ځواکونو د عملياتو په لړ کې ٦٠ طالبان وژل شوي او ٤٠ نور ټپيان دي خو طالبانو بيا دغه څرګندونې رد وي.

په سنګين ولسوالۍ کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو د دويمې لوا قوماندان جنرال عبدالودود نجرابي د مرغومي په٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې کورنيو او بهرنيو ځواکونو پرون په سنګين ولسوالۍ کې ځمکني او هوايي عمليات کړي دي.

هغه وويل چې په دې عملياتو کې ٦٠ طالبان وژل شوي او ٤٠ نور ټپيان دي چې د ٤٠ وژل شوو طالبانو جسدونه هم په سيمه کې پراته دي.

ده وويل چې د تېرې ورځې په عملياتو کې څلور امنيتي سرتېري هم ټپيان شوي دي.

نجرابي زياته کړه چې له دې عملياتو سره وسله وال طالبان له مرکزې سيمو په شا شوي او ګواښونه هم کم شوي دي.

د قوماندان په وينا، تېره ورځ ملی اردو او ملي پوليسو ته له جنګي مهماتو سربېره پوره خوراکي توکي هم رسول شوي دي.

هغه زياته کړه : (( اوس هم په سيمه کې الوتکې پروازونه کوي، خو دا چې طالبان پټ شوي اوس نه  ځمکنۍ جګړه شته او نه هم هوايي بمبار.))

نجرابي يو شمېر هغه اوازې هم رد کړې چې ګواکې سنګين ولسوالۍ تېره ورځ طالبانو نيولې وه.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ وسله والو طالبانو يو شمېر رسنيو ته ويلي و چې سنګين ولسوالۍ دوى نيولې ده.

خو نجرابي وايي: ((په تېره ټوله اوونۍ کې موږ په سنګين کې له ستونزو سره مخ و، خو تېره ورځ مو قوي عمليات وکړل اوس هرڅه سم دي.))

د هلمند د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول دويم څارن شاه محمد اشنا پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونه د سنګين ولسوالۍ د امنيت په ټينګښت بوخت دي.

خو هغه د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې په دې ولسوالۍ کې اوس هم ستونزې شته.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.