ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي شورا نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د ملي شورا نوې ودانۍ پرانيستل شوه

author avatar
25 Dec 2015 - 15:22
د ملي شورا نوې ودانۍ پرانيستل شوه
author avatar
25 Dec 2015 - 15:22

کابل (پژواک ٤ مرغومى ٩٤): د افغانستان د ملي شورا نوې ودانۍ چې د هند په مالي مرسته جوړه شوې، نن د دواړو هېوادونو مشرانو پرانيستله.

د ملي شورا د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره د ٢٠٠٥زېږديز کال د اګست په ٢٩مه د ملت د بابا محمد ظاهرشاه، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د هند د وخت د لومړي وزير من موهن سنګ له خوا د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ايښودل شوې وه؛ د ډيزاين او طرحې چارې يې په ٢٠٠٥ کال کې پيل او د ٢٠٠٩ کال د اکتوبر تر مياشتې پورې پاى ته ورسېدي.

د دې ودانۍ د جوړېدو عملي کار د ٢٠٠٩ کال په مارچ مياشت کې پيل شو. ټاکل شوې وه، دا ودانۍ د ٢٠١١ کال تر پايه بشپړه جوړه شي، خو د هېواد له بهر او دننه څخه د ساختماني توکو د لېږد د ستونزې له امله يې د جوړونې چارې ډېرې چټکې نه وې.

د ملي شورا نوې ودانۍ چې د اسيا د سترې ګومبزې په نوم هم ياده شوې، په افغانستان کې د هند له مهمو پروژو څخه ګڼل کېږي چې د کابل ښار د زيانمن شويې دارالامان ماڼۍ ته نږدې د څه باندې ٢٠٠ جريبو په ځمکه کې د شاوخوا ٢٢٠ ميليونو ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.

دغه ودانۍ داسې جوړه شوې چې د افغانستان د اوس او راتلونکي د اړتياوو ځواب ويونکې ده او د راتلونکو سلونو کلونو لپاره په پام کې نيول شوې او د اوسنۍ ملي شورا پنځه برابره پراختيا لري. د ولسي جرګې تالار، د مشرانو جرګې تالار، د کنفرانسونو سالون، د استازو لپاره کاري دفترونه، کتابتون، د ډوډۍ خوړلو سالونونه او مطبوعاتي دفتر د ملي شورا د نوې ودانۍ له مهمو برخو څخه دي.

دا ودانۍ نن څه باندې لس بجې د ولسمشر اشرف غني، د هند د لومړي وزير نارندرا مودي او د ولسي جرګې او مشرانو د مشرانو له خوا په داسې حال کې پرانيستل شوه، چې په کابل ښار کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي او د ملي شورا شاوخوا زياتره سرکونه بند وو.

د هند لومړي وزير نارندرا مودي د دې ودانۍ له پرانيستو وروسته د ولسي جرګې په نوي تالار کې خبرې وکړې، د افغانستان او هند دوستي يې تاريخي او له مکان او زمان څخه پورته وبلله او ويې ويل، چې د ملي شورا نوې ودانۍ د دواړو هېوادونو د ژورې دوستۍ ښکارندويي کوي.

ده زياته کړه، دا د افغانستان لپاره د هند يوه کوچنۍ ډالۍ ده او هيله ده، دا ودانۍ د ټولو افغانانو ځاى واوسي.

ولسمشر اشرف هم وويل، هرڅوک چې د افغانستان ولسمشر وي، د افغانستان او هند دوستي به دوامداره وي او د دې دوستۍ بنسټ د دواړو ملتونو ژورې ګټې او موخې جوړوي.

د هغه په وينا، هند د افغانستان د امنيت د ټينګښت او د همکارۍ په برخه کې خبرې نه کوي، بلکې عمل کوي او ثابتوي چې هند د افغانستان د دولت په شريکې کړۍ کې شامل هېواد دى.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي بيا په دې غونډه کې وويل، چې د ملي شورا نوې ودانۍ د افغانستان لپاره د هند د خلکو قېمتي ډالۍ ده، چې دا د دواړو هېوادونو د دوستۍ نښه ده.

هغه زياته کړه، دا ودانۍ سربېره پر دې چې ښکلې او د ادارې له ټولو نويو نورمونو څخه برخمنه ده، په راتلونکي کې هم د افغانستان د ملي شورا د ټولو اړتياوو ځواب ويونکې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.