فراه (پژواک، ٥ مرغومى ٩٤): د فراه ولايت په مرکز کې د هغو دوو پوليسو مړي وموندل شول، چې تېره ورځ د ناپېژانده کسانو له خوا تښتول شوي وو.
د فراه امنيه قوماندان مل پاسوال توريالي عبدياني، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پوليسو دغه دوه سرتېرې تېره ورځ مازيګر مهال د مرکز اړوند د خيراباد سيمې ته د تفرېح لپاره تللي وو.
دى وايي چې دغه دوه تنه په خيراباد کې د ناپېژانده کسانو له خوا تښتول شوي وو او نن سهار شاوخوا نهه بجې يې په همدې سيمه کې مړي وموندل شول.
هغه وويل چې دغه کسان پر ډزو وژل شوي دي. د ده په وينا، له دې کسانو څخه يوه يې د دې ولايت په بکوا او بل يې په شېبکوه ولسوالۍ کې دنده لرله، خو کورونه يې د فراه په مرکز کې وو.
د فراه د ولايتي شورا غړي دادالله قانع وايي، چې له يادو دوو سرتېرو څخه يو يې د بکواه ولسوالۍ د امنيه قوماندان ګل احمد زوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن