ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“له طالبانو سره د روسيې د اړيکې موضوع بايد تعقيب شي”

“له طالبانو سره د روسيې د اړيکې موضوع بايد تعقيب شي”

author avatar
26 Dec 2015 - 18:04
“له طالبانو سره د روسيې د اړيکې موضوع بايد تعقيب شي”
author avatar
26 Dec 2015 - 18:04

کابل (پژواک، ٥ مرغومى ٩٤): د ولسي جرګې يو شمېر غړي، د داعش پرضد د مبارزې په اړه له افغان طالبانو سره د روسيې د اړيکو په هکله د ياد هېواد د يوه چارواکي څرګندونې؛ د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بولي او د يادې موضوع د تعقيب غوښتنه کوي.

د راپورونو پر بنسټ، د افغانستان په چارو کې د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف څو ورځې وړاندې ويلي و چې روسيې د ګډ دښمن په توګه له داعش ډلې سره د مبارزې لپاره له افغان طالبانو سره اړيکه نيولې ده.

هغه دغه راز ويلي، چې روسيه په دغه برخه کې له طالبانو سره ګډې ګټې لري او له يادې ډلې سره د معلوماتو په تبادلې بوخت دي.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې دغه ډله له داعش سره د مبارزې په برخه کې د کوم هېواد مرستې ته اړتيا نه لري او نه يې هم په دې اړه له کوم هېواد سره اړيکه نيولې ده.

په دې اړه نن په ولسي جرګه کې هم خبرې اترې وشوې.

په ياده جرګه کې د هرات استازي خليل احمد شهيدزاده وويل: "روسيې پخوا هم د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوله، چې تر اوسه پورې يې له امله خلک ځوريږي."

هغه وايي، چې له داعش سره د مبارزې په برخه کې له طالبانو څخه د روسيې مرسته غوښتنه، د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه او د جګړې په ډګر باندې د افغانستان بدلول دي.

په ياده جرګه کې د کونړ استازي صالح محمد صالح وويل: "د اندېښنې ځاى دى چې د دوه لويو زبرځواکونو ښکر په ښکر کېدل افغانستان د جګړې په ډګر بدل نه کړي، خلک نور د نيابتي جګړو د زغم وړتيا نه لري او ان له دې پرده پورته شوه چې د هېواد اوسنۍ جګړه، سيمه ييزه جګړه ده؛ نه د اسلام او افغانستان لپاره جګړه."

د ولسي جرګې بل غړي نواب منګل وويل: "روسيه په تېرو ديارلسو کلونو کې هم غلې نه وه ناسته، د روسيې سفير او ځانګړى استازى دې احضار شي، څو روسيه له لاسوهنې لاس په سر شي، ځکه د روسيې د پخوانۍ لاسوهنې له امله تر اوسه خلک ځوريږي."

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسي جرګې لومړي مرستيال حاجي ظاهر قدير        شاوخوا درې اوونۍ وړاندې په ياده جرګه کې ادعا کړې وه ، چې د داعش  ډلې چارواکي په کابل کې ژوند کوي او د حکومت په ځانګړي ډول د ملي امنيت شورا له ملاتړه برخمن دي.

ولسي جرګه کې د کابل استازې شينکۍ کړوخېل يادو تورونو ته په اشارې سره وويل: "د وکيلانو له لوري تورونه لګول د دې لامل شول، څو روسيه له طالبانو څخه له داعش سره د مبارزې په برخه کې غوښتنه وکړي، د طالبانو او روسيې تر منځ تړون کول، پر افغان حکومت باندې د روسيې بې باوري په ګوته کوي."

هغې زياته کړه: "له دې وروسته بايد هغو کسانو ته چې تورونه واردوي او ثابتوي يې نه او دغه راز د حکومت باور او اعتماد ته زيان رسوي؛ په ټربيون کې د خبرو اجازه ورنه کړل شي."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.