کابل (پژواک، ٥ مرغومى ٩٤): په افغانستان کې د ناټو ملکي استازى وايي چې په افغانستان کې د داعش ګواښ ډېر جدي نه دى؛ ځکه چې د دې ډلې کړنې د افغانانو له کلتور سره اړخ نه لګوي.
د ناټو ځانګړي استازي اسماعيل اراماز دغه څرګندونې له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې کړې دي.
هغه په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې د شتون او فعاليتونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې په اوس وخت کې د دې ډلې ګواښ دومره جدي نه دى.
ده زياته کړه: ((تر اوسه افغانستان ته له عراق او سوريې څخه، چېرې چې د داعش ډلې مرکزونه دي، د بهرنيو وسله والو د راتګ په اړه کوم راپور نه دى ورکړل شوى، خو د داعش ډلې قوي څارنه په کار ده.))
د ناټو ځانګړي استازي وويل چې د پخواني جهادي مشر استاد سياف په ګډون ګڼو کسانو د داعش او وسله والو طالبانو فعاليتونه غير اسلامي بللي او زیاتوي چې د دې ډلې مفکوره د افغانانو له کلتور او عنعناتو سره توپير لري.
هغه پر دې خوښي څرګنده کړې چې دوه مياشتې مخکې په کابل کې د علماوو په ملي کنفرانس کې ګڼو علماوو په افغانستان کې د تاوتريخوالي او وينې بهېدنې پر ضد څرګندونې وکړې، دا يو ښه پرمختګ دى، خو په دې برخه کې بايد نور کار وشي.))
نوموړى وايي: ((زه هم مسلمان يم او د يوه مسلمان په توګه د قران کريم پر ١٠٩ سورت عمل کوم، چې په کې راغلي (تاسو ته ستاسو دين او ما ته زما دين) ټول مسلمانان بايد پر دې عمل وکړي.))
هغه زياته کړه چې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد په خپل وخت کې له غير مسلمو او نورو قبايلو سره چې څه ډول معاملې کړې، بېلګې يې ډېرې دي.
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي اسماعيل اراماز د افغانستان وروستيو امنيتي حالاتو ته په اشارې سره وويل چې ٢٠١٥ ډېر سخت کال و، په دغه کال کې افغان ځواکونو ته د امنيت ټول مسووليتونه وسپارل شول.
هغه زياته کړه چې د لومړي ځل لپاره افغانانو په دغه کال کې ټول عمليات په خپله قومانده او د خپلو ځواکونو له خوا ترسره کړل.
دى وايي چې افغان ځواکونو د خپل هېواد د امنيت او ثبات مسووليت پر غاړه اخيستى ، په ښه توګه يې پر مخ وړي او د وسله والو مخالفينو د لويو بريدونو نه يواځې مخه يې نيولې، بلکې هغوى يې نه دي پرېيښي چې خپلو موخو ته ورسېږي.
خو اسماعيل اراماز وويل چې افغان ملي ځواکونه اوس هم روزنې، مشورې او همکارۍ ته اړتيا لري او د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت په همدې برخه کې له افغان ځواکونو سره کار کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن