کابل (پژواک ٦ مرغومى ٩٤): کابل کې د روسيې سفير وايي، له طالبانو سره د روسيې د لېوالتيا په برخه کې د دغه هېواد د چارواکو د وروستيو څرګندونو په اړه ناکره تعبير او نقل قول شوى دى.
د راپورونو پر بنسټ، د افغانستان په چارو کې د روسيې ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف څو ورځې وړاندې ويلي و، چې روسيې له داعش ډلې سره د مبارزې په برخه کې د يوه ګډ دښمن په توګه له افغان طالبانو سره اړيکه نيولې ده.
له هغه څخه د اخيستل شوي نقل قول له مخې، چې روسيه په دې برخه کې له طالبانو سره ګډې ګټې لري او له يادې ډلې سره د معلوماتو پر تبادلې بوخته ده.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حکمت خليل کرزي، نن په کابل کې د روسيې له سفير الکساندر مانتيتسکي سره وکتل او له هغه څخه يې له طالبانو سره د روسيې د لېوالتيا او د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت د چارواکو د څرګندونو په اړه چې د رسنيو له لوري خپرې شوې، د سپيناوي غوښتنه کړې ده.
د بهرنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د روسيې سفير د يادې پوښتنې د ځواب په ترڅ کې وويل، چې په دې اړه د خپل هېواد د بهرنيو چارو وزارت چارواکو له وروستيو څرګندونو څخه غيرکره تعبير او خبرې اخيستل شوې دي.
هغه زياته کړه: "په حقيقت کې موخه دا وه، چې له داعش سره د جګړې په برخه کې د روسيې او طالبانو موخه يو شان او ګډه ده او له طالبانو سره د روسيې له اړيکو څخه موخه د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سياسي حل لارې رامنځته کول دي."
کابل کې د روسيې سفير ټينګار وکړ، چې هېواد يې تل له افغان دولت څخه ملاتړ کړى او د يوه خپلواک، ملي حاکميت لرونکي، باثباته او له ترهګرۍ څخه د پاک افغانستان غوښتنه کړې ده.
د هېواد د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې يادونه شوې، چې د دغې ليدنې په دوام کې دواړو لورو د مهمو موضوعاتو او د افغانستان او روسيې تر منځ د دوه اړخيزو همکاريو چې له دې ډلې يې؛ له ترهګرۍ او نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه ده او د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزارتونو ترمنځ د سياسي سلا او مشورې ناسته چې په نږدې راتلونکي کې به د روسيې په پلازمېنه مسکو کې تر سره شي، خبرې اترې کړې دي.
د ولسي جرګې يو شمېر غړو پرون له داعش سره د مبارزې په برخه کې له طالبانو سره د روسيې هېواد اړيکه او د ياد هېواد د چارواکو څرګندونې، د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه بللې او د يادې موضوع د تعقيب غوښتنه يې کړې وه.
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، دغه ډله له داعش سره د مبارزې په برخه کې د کوم هېواد مرستې ته اړتيا نه لري او نه يې هم په دې اړه له کوم هېواد سره اړيکه نيولې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن