کابل (پژواک، ۶ مرغومی ۹۴): د ماليې وزير وايي، د "پايلو لپاره د کاري وړتياوو لوړولو" پروګرام له لارې به په دولتي ادارو کې تجربه لرونکي او متخصص ځوانان پر دندو وګومارل شي.
د ماليې وزير اکليل حکيمي دغه څرګندونې نن د ولسي جرګې د تقنيني چارو د کمېسيون په ناسته کې وکړې.
په هغې خبرپاڼه کې چې د ماليې وزارت له خوا نن پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي چې د ماليې وزير د پايلو لپاره د وړتيا لوړولو پروګرام (CBR) د لاسته راوړنو، فعاليتونو او له دې لارې د ګومارنې په اړه ګډونوالو ته خبرې وکړې.
د سرچينې په وينا، په ياده ناسته کې د ماليې د وزير تر څنګ د عامې روغتيا، د کليو پراختيا، اقتصاد، کار او ټولنيزو چارو او مخابراتو وزيرانو او د CBR چارواکو ګډون کړی و.
د ماليې وزير وويل چې د دغه پروګرام له مخې به په دولتي ادارو کې د دندو تداخل په له منځه وړو کې د موازي ادارو مخنيوی وشي.
حکيمي وايي: "د دغه پروګرام له لارې استخدام د اصل تخصص، وړتيا او شايسته ګۍ له لارې ترسره کېږي او هدف يې دا دی چې تجربه لرونکي او متخصص ځوانان په دولتي ادارو کې جذب شي."
د سرچينې په وينا: "د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه چې د CBR کارکوونکي به په راتلونکي ناسته کې د دغه پروګرام په اړه د کمېسيون غړو ته مفصل معلومات ورکوي."
د يادونې ده، د "پايلو لپاره د کاري وړتياوو لوړولو" پروګرام د مشرتابه پلاوي تشکيل د ولسمشر د حکم پر اساس رامنځته شوی چې په دولتي ادارو کې د دغه پروګرام له لارې د متخصصو او تجربه کارو کارکوونکو د ګومارنې، روڼتيا او د اصلاحاتو د راوستو او د اساسي پلانونو د پلې کېدو په برخه کې منظمه څارنه او نظارت وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن